د دولتي ځمکو د اجاره ورکولو د کړن لارې جوړولو وروستۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۴:۴۲
جلسه نهایی سازی طرزالعمل اجاره دهی زمین‌های دولتی برگزار شد 

۲۲ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي؛ په مشرۍ د دولتي ځمکو د اجاره ورکولو د کړن لارې جوړولو وروستۍ غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د مخکینیو غونډو په دوام د مازادو دولتي ځمکو د اجاره ورکولو په پار د امیر المؤمنین شیخ هبته الله آخند زاده حفظه الله د حکم د تحقق په موخه دائره شوې وه، چې تر دې مخکې د کرنې وزارت او د اراضي ادارې د کارکوونکو ګډې کمېټې جوړې شوې وې او یادو کمېټو د یادې اجاره ورکونې د کړن لارې مسوده  چمتو کړې ده، چې په دې غونډه کې د یادې کړن لارې پر بشپړولو او د اسلامي امارت رهبرۍ ته یې پر وړاندې کولو خبرې اترې وشوې.
ټاکل شوې، چې تر بشپړېدو وروسته یاد طرزالعمل د منظورۍ په پار امیر المؤمنین شیخ هبته الله آخند زاده حفظه الله ته استول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت