د دولتي مسلخونو د وېش پنځمه څانګه پرانیستل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۱۰
د دولتي مسلخونو د وېش پنځمه څانګه پرانیستل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اړوندو ادارو په همکارۍ او همغږۍ د خصوصي سکتور په پانګونې سره باکیفیته او صحي غوښې ته دکابل د اوسیدونکو د لاس رسی په پار دکابل ولایت د شهید په څلور لاره کې د دولتي مسلخونو پنځمه څانګه پرانیستل شوه.
د دغې څانګې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس ملا حسین احمد خورشید، د کابل د کرنې رییس شیخ عبیدالله حقاني، د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد، د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدین مستعین، د قراردادونو د تطبیق او څارنې رییس مولوي محمود حمیدي، د کرنې وزارت د داخلي پلټنې رییس ملا محمد نصرت، د مسلخونو د قرار دادی شرکت رئیس نصرت الله یوسفزی، کورنیو پانګوالو او د اړوندو ادارو یوشمېر چارواکو ګډون کړي ؤ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس ملا حسین احمد خورشید د دغې څانګې د پرانیستې په پروګرام کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د مسلخونو د فعالیتونو پر اهمیت خبرې وکړې: «دا څانګې د کابل ولایت اوسېدونکو ته د باکیفیته او معیاري صحي غوښې په برابرولو کې خورا اغېزمن او مهم دي، ځکه زموږ هېوادوال د بې کیفیته غوښې خوړلو له امله له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کېږي او له دې وروسته به په دې برخه کې د کابل ښاریانو ستونزې هوارې شي. موږ په دې برخه کې له مسوولینو او اړوندو کسانو څخه مننه کوو، چې دغه مسلخ یې په نړیوالو معیارونو برابر جوړ کړی او د هېواد له نورو پانګوالو غوښتنه کوو، چې په کابل او نورو ولایتونو کې د معیاري مسلخونو په جوړولو پانګونه وکړي."

پنجمبن نماینده گی توزیع مسلخ‌های دولتی افتتاح شد 
پنجمین نماینده گی مسلخ‌‌های دولتی جهت دسترسی باشنده گان ولایت کابل به گوشت صحی و معیاری از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در هماهنگی و همکاری ادارات زیربط به سرمایه گذاری سکتور خصوصی در چهاراهی شهید ولایت کابل افتتاح شد.
در برنامه افتتاحیه این نماینده گی ملا حسین احمد خورشید رئیس دفتر، شیخ عبید الله حقانی رئیس زراعت کابل، مفتی عبدالرحیم شاهد رییس توسعه سکتور خصوصی، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه، مولوی محمود حمیدی رئیس تنفیذ و نظارت از قرار دادها، ملا محمد نصرت رییس تفتیش داخلی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، نصرت الله یوسفزی رییس شرکت قراردی مسلخ‌ها، سرمایه گذاران داخلی و شماری از مسوولان ادارات زیربط حضور داشتند.
ملا حسین احمد خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در برنامه افتتاح این نماینده‌گی بر اهمیت فعالیت مسلخ‌ها و نماینده گی های آن در جهت مصونیت غذایی صحبت کرده افزود" این نماینده‌گی‌ها  در فراهم‌سازی گوشت صحی با کیفیت و معیاری برای باشنده گان ولایت کابل بسیار موثر و با اهمیت می‌باشد چون به دلیل خوردن گوشت غیر صحی هموطنان ما با امراض گوناگون مواجه می‌شوند که از این پس مشکلات باشنده گان کابل در این بخش حل می‌شود از مسولین و دست اندرکاران آن‌، که این نماینده گی  را  با امکانات استندرد‌های جهانی ساختند قدر دانی نموده و سایر سرمایه گذاران کشور می‌خواهیم که در بخش ساخت مسلخ‌های معیاری در کابل و سایر ولایت‌ها سرمایه گذاری نمایند."

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۸:۵۴
Background image

د کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت غونډه ترسره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت او تنظیم په موخه غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

بازگشت