د خوست په دولتي قوریو کې ۱۷ زره او ۵۰۰ نیالګي روزل شوي دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۵:۲۳
د خوست په دولتي قوریو کې ۱۷ زره او ۵۰۰ نیالګي روزل شوي دي

۱۸ کب ۱۳۹۹
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې سږکال دیاد ولایت په دولتي قوریو کې ۱۷ زره او ۵۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي روزل شوي دي او ترڅنګ یې د ولایت د مقام په وړاندیز له ننګرهار ولایت څخه پنځه زره او ۵۰۰ نیالګي غوښتل شوي، چې په نږدې راتلونکې کې به خوست ته ورسېږي او ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې به کېښودل شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ‌الله شاه نوري وایې، چې د چهار مغزو، بادام، زردالو، انار، املوک زیتون او لاچې څلور زره او ۵۰۰ نیالګي په لندرو واټرشید کې کرل شوي دي او سر بېره پر دې لس زره د بیري نیالګي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه غوښتل شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به خوست ولایت ورسېږي.
ښاغلی نوري وویل «د دولتي بنسټونو، بڼوالو او بزګرانو له خوا به سږکال په خوست کې په ټولیزه توګه ۲۶۳ زره او ۹۴۶ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېښودل شي.»
حفیظ الله شاه نوري دغه راز وویل، چې راتلونکې کال د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژه د خوست ولایت په څلورو ولسوالیو کې د متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیلوي.
د خوست د کرنې رییس په ټکو د خوست په څلورو ولسوالیو کې په ټولیزه توګه ۸۱ جریبه نوي بڼونه جوړېږي، چې له دې ډلې ۱۳جریبه یې د ناکو بڼونه، ۲۵ جریبه یې د لیمو، ۳۶ جریبه یې د مالټې او اووه جریبه یې د الوچې بڼونه دي، چې په عصري سیسټم به جوړ او په ټولیزه توګه به په یادو بڼونو کې ۱۳ زره او ۴۴۶ نیالګي کېښودل شي.
حفیظ‌الله شاه نوري دغه راز زیاته کړه، چې د خوست دکرنې ریاست په پام کې لري، چې د خوست د پنځو ولسوالیو په ۳۶۰ قوریو کې د چهارمغزو او ځنغویو دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګي وروزي او د پلان پر بنست یې په پلان شویو سیمو کې کېښدي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت