د خوست د کب روزنې پر ۵۰ فارم لرونکو د کبانو بچي ووېشل شول

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۵:۳۱
د خوست د کب روزنې پر ۵۰ فارم لرونکو د کبانو بچي ووېشل شول

۲۶ زمری ۱۳۹۸
په خوست کې د کبانو فارمونو د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار پر یوشمېر فارم لرونکو د کبانو بچې وېشلي دي. د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا ددې ولایت پر ۵۰ فارم لرونکو د کبانو ۴۰ زره بچي وېشل شوي دي.
د خوست د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې پر فارم لرونکو د کبانو د بچیو په وېش سره په دې ولایت کې د کب روزنې کاروبار غوړیږي او ترڅنګ یې خلکوته دکار روزګار زمینه هم برابروی.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت