د خوست درو ولسوالیو کې د سټروسو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۱۱
د خوست  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د «صبریو، باک او علیشیر»  ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سټروسو د ترویج او پرختیا په موخه د سټروسو بڼونه جوړېږي.

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د «صبریو، باک او علیشیر»  ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سټروسو د ترویج او پرختیا په موخه د سټروسو بڼونه جوړېږي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو ولسوالیو کې د سټروسو بڼونو جوړولو په پار د سروې چارې پشړ شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به د بڼ جوړولو عملي چارې پیل شي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د سټروسو بڼونو ترویج او د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
https://whatsapp.com/channel/0029VajQTqLBKfi8Pt3IRu18

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چهاربولک ولسوالی ۱۰۴بڼوالو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

بازگشت