د ختیځ زون د سیمه ییزو بڼوالو اومخکښو بزګرانو د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۳:۵
د ختیځ زون د سیمه ییزو بڼوالو اومخکښو بزګرانو د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شو

۱ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو سیمه ییزو بڼوالو او مخکښو بزګرانو لپاره دروزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شو. دغه لړۍ په ننګرهار کې د ختیځ زون د سیمه ییزو بڼوالو او مخکښو بزګرانو لپاره د بڼوالۍ د سیمه ییز ښوونځیو په تړاو په درې ورځنۍ روزنیز پروګرام سره پیل شوی دی.
ددې روزنیز پروګرام د پیل په غونډه کې، چې د ننګرهار د کرنې په ریاست کې په لاره اچول شوې وه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسوول رحمت ګل سیرت او یو شمېر اړوندو چارواکو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي په خپلو خبرو کې د بڼوالۍ په برخه کې د پرمختګ او ستونزو د حل په برخه کې دا ډول پروګرامونه خورا ګټور وبلل.

په ورته وخت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسوول، رحمت ګل سیرت په خپلو خبرو کې دا ډول روزنیز پروګرامونه د بڼوالو او بزګرانو د وړتیا لوړولو، ښو چوپړونو وړاندې کولو او د بڼوالۍ په برخه کې د ولسونو د ستونزو هوارولو په برخه کې خورا اړین وبلل او زیاته یې کړه، چې ددې روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شوې ده او هره میاشت به یې یوه برخه پلي کیږي.

ددې روزنیزو پروګرامونو موخه د بڼوالو او بزګرانو ملاتړ او د دوی د حاصلاتو زیاتولو او عوایدو لوړلو په پار هلې ځلې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت