د خالصه جایدادونو د اجارې له لارې د کرنې وزارت د عوایدو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۱
د خالصه جایدادونو د اجارې له لارې د کرنې وزارت د عوایدو زیاتوالي په پار هڅې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ ناسته د وزارت د خالصه جایدادونو د تثبیت او ارزونې او د هغوی د اجارې ورکولو لپاره د اغېزمنو لارو چارو د ایجاد په موخه ترسره شوه، تر څو د وزارت عواید زیات شي.
یاده ناسته د کرنې وزارت د اضافې جایدادونو د ښه مدیریت او اغېزمنې استفادې لپاره جوړه شوې وه. د دې ناستې اساسي موخه، د وزارت د خالصه جایدادونو تثبیت، ارزونه، او د مزایدې له لارې د دغو ځمکو د جاره ورکولو لپاره د مناسبو لارو موندل وو، ترڅو عواید زیات شي او د وزارت مالي وضعیت ښه شي.
د ناستې پر مهال ټینګار وشو چې د اضافي جایدادونو اجاره ورکول به نه یوازې د وزارت لپاره مالي سرچینې برابرې کړي، بلکې د ملکي سرچینو مدیریت ته هم وده ورکړي. همداراز، د دې پروژې د ارزونې او پلي کولو لپاره یوه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه، چې د جایدادونو د دقیقې ارزونې او د مزایدې د پروسې مسؤلیت به پر غاړه ولري.
ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» د ناستې په ترڅ کې د شته سرچینو د سمې استفادې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا پروژه د وزارت د مالي وړتیا د لوړولو او د عوایدو د زیاتوالي لپاره یوه مهمه هڅه ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي سرچینو د تأمین او د خپلو پروګرامونو او پروژو د پلي کولو لپاره د ملکي جایدادونو پر سمه استفادې تمرکز لري او هیله لري، چې دا اقدام د وزارت د پرمختیایي موخو د تحقق لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تلاش‌ها جهت افزایش عواید وزارت زراعت با اجاره‌دهی جایدادهای خالصه
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی و تثبیت جایدادهای خالصه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و ایجاد راهکارهایی برای اجاره‌دهی آن‌ها با هدف افزایش عواید، برگزار شد.
این جلسه در راستای مدیریت بهینه و استفاده مؤثر از جایدادهای مازاد وزارت زراعت برگزار گردید. هدف اصلی این جلسه، تثبیت و ارزشیابی جایدادهای خالصه وزارت و یافتن راهکارهای مناسب برای اجاره‌دهی آن‌ها از طریق مزایده به منظور کسب عاید بیشتر و بهبود وضعیت مالی وزارت بود.
در جریان جلسه، بر این نکته تأکید شد که اجاره‌دهی جایدادهای مازاد، نه تنها به تأمین منابع مالی برای وزارت کمک خواهد کرد، بلکه به بهبود مدیریت منابع ملکی نیز خواهد انجامید. یک کمیته ویژه برای ارزیابی و تطبیق این پروژه توظیف شد که مسئولیت بررسی دقیق وضعیت جایدادها و انجام مزایده‌ها را بر عهده خواهد داشت.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» در این جلسه بر اهمیت استفاده بهینه از منابع موجود تأکید کرده و گفت که این پروژه بخشی از تلاش‌های وزارت برای ارتقاء عملکرد مالی و بهبود عواید خواهد بود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور تأمین منابع مالی بیشتر برای اجرای برنامه‌ها و پروژه‌های مختلف خود، بر استفاده صحیح از منابع ملکی تأکید دارد و امیدوار است که این اقدام بتواند در جهت تحقق اهداف توسعه‌ای وزارت گام‌های مؤثری بردارد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت