د جلغوزیو ځنګلونو د شخړو د حل په پار الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د لغمان دکرنې رییس سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۶
د جلغوزیو ځنګلونو د شخړو د حل په پار الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د لغمان دکرنې رییس سفر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ولایتي ګډ پلاوي په ملتیا الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ، څو د جلغوزیو ځنګلونو د حاصلاتو د شخړو د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره خبرې وکړي.
په یاد ګډ پلاوی کې د امنیه قوماندانۍ، ولایت مقام، د علماوو شورا، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې استازي او دغه راز د شنې قطعې قوماندان او د طبیعي زېرمو د آمر مولوي ګل رسول زبیر شامل ؤ.
په دغو سفرونو کې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو سره د هغو جلغوزیو ځنګلونو د حاصلاتو د شخړو د حل په اړه خبرې وشوې، کوم چې هرکال د سیمې د قومونو ترمنځ د منازعو لامل ګرځي.
دلغمان د کرنې رییس له ولسوالانو وغوښتل، چې د غرونو د حاصلاتو د شخړو د حل، د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو او د ځنګلونو د قطع مخنیوي په برخو کې پوره همکاري وکړي. د دواړو ولسوالانو له لوري د لازمو همکاریو ډاډ ورکړل شو.
په دواړو ناستو کې پرېکړه وشوه، چې د ولسوالیو په کچه به ځانګړې کمېټې جوړېږي. دغه کمېټې به د غرونو ارزونه کوي، محصول به راټولوي، د داوطلبي له لارې به یې پلوري او راپور به یې له ګډ پلاوي سره شریکوي.

سفر رئیس زراعت لغمان به ولسوالی‌های الیشنګ و دولت شاه برای حل اختلافات جنگل‌های پسته
مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان، با همراهی هیئت مشترک ولایتی به ولسوالی‌های الیشنګ و دولت شاه سفر کرد تا به منظور حل اختلافات مربوط به حاصل جنگل‌های پسته با مسئولین ذی‌ربط گفت‌وگو نماید.
در این هیئت مشترک، نمایندگان فرماندهی امنیه، مقام ولایت، شورای علمای دینی، اداره امر بالمعروف و نهی از منکر، همچنین فرمانده قطعه سبز و آمر منابع طبیعی مولوی گل رسول زبیر حضور داشتند.
در جریان این سفرها با ولسوالان یادشده درباره حل اختلافات حاصل جنگل‌های پسته که هر سال سبب منازعه میان قوم‌ها می‌شود، گفتگو صورت گرفت.
رئیس زراعت لغمان از ولسوالان خواست تا در زمینه حل اختلافات حاصل جنگل‌ها، جمع‌آوری ۱۰ درصد محصول پسته و جلوگیری از قطع غیرقانونی جنگل‌ها همکاری کامل داشته باشند. هر دو ولسوال تعهد خود را به ارائه همکاری‌های لازم ابراز کردند.
در هر دو نشست تصمیم گرفته شد که در سطح ولسوالی‌ها کمیته‌های ویژه‌ای تشکیل گردد. این کمیته‌ها به ارزیابی کوه‌ها خواهند پرداخت، محصول را جمع‌آوری می‌کنند، از طریق داوطلبی به فروش می‌رسانند و گزارش آن را با هیئت مشترک در میان خواهند گذاشت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت