د تورخم په قرنطین کې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي «ام» مېوه ضبط او له منځه یوړل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۴
د تورخم په قرنطین کې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي «ام» مېوه ضبط او له منځه یوړل شوه

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو د خپلو قانوني او قرنطیني دندو د ترسره کولو په ترڅ کې، له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاقي لارې د واردېدونکو ۵۰۴ کیلوګرامه «ام» مېوه کشف او ضبط کړه، چې د قرنطیني اصولو او نافذه قوانینو له مخې تر قانوني مراحلو وروسته له منځه یوړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، وویل چې یاده مېوه په غیرقانوني ډول هېواد ته انتقالېده، خو د تورخم قرنطین مدیریت د مسؤلینو له لوري ونیول شوه او د نافذه مقرراتو له مخې له منځه یوړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د بندښت له امله هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، څو کرنیز او حیواني محصولات په غیرقانوني توګه هېواد ته وارد کړي. د هغه په وینا، د قرنطیني مقرراتو پلي کول د نباتي او حیواني ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي، د هېواد د کرنیزو تولیداتو د خوندي ساتنې او د عامې روغتیا د تأمین لپاره ځانګړی اهمیت لري.
مولوي عبدالستار محمد له هېوادوالو وغوښتل، چې د بهرنیو او بې‌کیفیته محصولاتو پر ځای له کورنیو، تازه او معیاري کرنیزو تولیداتو څخه استفاده وکړي، ځکه د کورنیو تولیداتو ملاتړ د بزګرانو د اقتصادي ودې، د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، د خوراکي خوندیتوب او د ملي اقتصاد د پراختیا لپاره مهم رول لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نباتي او حیواني قرنطین د قانون او نافذه مقرراتو له مخې، د هېواد ټولو سرحدي بندرونو کې د قرنطیني کنټرول چارې په دوامداره توګه روانې دي، څو د نباتي او حیواني ناروغیو له لېږد، د بې‌کیفیته او قاچاقي کرنیزو محصولاتو له واردېدو او د عامې روغتیا له احتمالي ګواښونو څخه مخنیوی وشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاډ ورکوي، چې د تورخم په بندر کې به د قرنطیني مقرراتو د اغېزمن پلي کېدو، د قاچاقي کرنیزو او حیواني محصولاتو د مخنیوي او د هېواد د نباتي او حیواني روغتیا د خوندي ساتنې لپاره خپلې څارنې او عملي اقدامات لا پیاوړي کړي.

۵۰۴ کیلوگرام میوه قاچاقی «ام» در قرنطین تورخم ضبط و نابود شد
۲۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
کارمندان مدیریت قرنطین تورخم مربوط ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در جریان اجرای وظایف قانونی و قرنطینی خود، ۵۰۴ کیلوگرام میوه قاچاقی «ام» را که از پاکستان از طریق مسیرهای غیرقانونی وارد افغانستان می‌شد، کشف و ضبط کردند. این محموله پس از طی مراحل قانونی، مطابق اصول قرنطینی و قوانین نافذه، نابود شد.
مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، گفت که این محموله به‌گونه غیرقانونی وارد کشور می‌شد، اما از سوی مسئولان مدیریت قرنطین تورخم شناسایی و ضبط و مطابق مقررات نافذه از بین برده شد.
وی افزود که با توجه به توقف دادوستد تجارتی میان افغانستان و پاکستان، به هیچ فردی اجازه داده نمی‌شود محصولات زراعتی و حیوانی را به‌گونه غیرقانونی وارد کشور کند. به گفته وی، تطبیق مقررات قرنطینی برای جلوگیری از شیوع امراض نباتی و حیوانی، حفاظت از تولیدات زراعتی کشور و تأمین صحت عامه از اهمیت ویژه‌ای برخوردار است.
رئیس زراعت ننگرهار از شهروندان خواست به‌جای استفاده از محصولات خارجی و بی‌کیفیت، از تولیدات داخلی، تازه و معیاری کشور استفاده کنند؛ زیرا حمایت از تولیدات داخلی نقش مهمی در رشد اقتصادی دهقانان، تقویت سکتور زراعت، تأمین مصونیت غذایی و توسعه اقتصاد ملی دارد.
بر اساس قانون قرنطین نباتی و حیوانی و مقررات نافذه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، روند کنترول قرنطینی در تمامی بندرهای مرزی کشور به‌صورت دوامدار ادامه دارد تا از انتقال امراض نباتی و حیوانی، ورود محصولات زراعتی قاچاقی و بی‌کیفیت و تهدیدهای احتمالی علیه صحت عامه جلوگیری شود.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار اطمینان می‌دهد که نظارت و اقدامات عملی برای تطبیق مؤثر مقررات قرنطینی، جلوگیری از قاچاق محصولات زراعتی و حیوانی و حفاظت از صحت نباتی و حیوانی کشور در بندر تورخم بیش از پیش تقویت خواهد شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د لغمان په الیشنګ ولسوالی کې د ځنګلونو د حاصلاتو د لس سلنه محصول د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي زېرمو آمر، مولوي ګل رسول زبیر، په مشرۍ یو پلاوي، چې د چهارمغزو، جلغوزیو او بیرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي هلمند ته د سفر پر مهال د لښکرګاه د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د ځمکو د مدیریت چارې وارزولې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی د هلمند ولایت ته سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د تورخم په قرنطین کې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي «ام» مېوه ضبط او له منځه یوړل شوه

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو د خپلو قانوني او قرنطیني دندو د ترسره کولو په. . .

بازگشت