د تتسو ناکامورا د مړینې په مناسبت د خواشینۍ پیغام

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۱۳:۵۰
د تتسو ناکامورا د مړینې په مناسبت د خواشینۍ پیغام


۱۳ لېندۍ ۱۳۹۸
په ‌‌‌‌‌‌ډېر خواشینۍ سره، مې خبر ترلاسه کړه، چې په افغانستان کې د جاپانۍ مرستندویې ادارې مشر تتسو ناکومورا او زموږ یو شمېر خوږ هېوادوال په ننګرهار کې په یوه وحشیانه حمله کې وژل شوي دي.
د کرنې وزارت د هېواد د یوشمېر هېوادوالو په مړینه د خواشینۍ تر څنګ دوی ته د لوی خدای له درباره جنت الفردوس او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړي او د تتسو ناکامورا مړینه چې د ننګرهار د کرنې د پراختیا په برخه کې یې کلونه هلې ځلې کړي دي لویه ضایعه او زړه بوګنوونکې پېښه بولي.
د کرنې وزارت لپاره د ښاغلي ناکامورا مړینه لویه ضایعه ده؛ ددې غمیزې په مناسبت د ښاغلي ناکامورا خپلوانو ته د ډاډګیرنې مرات وړاندې کوم او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم.

نصیراحمد درانی
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت