د بني حصار څېړنیزفارم او حشمت‌خان کول ملي پارک څخه دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال لیدنه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۸:۱۵
د بني حصار څېړنیزفارم او حشمت‌خان کول ملي پارک څخه دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال لیدنه


۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملاآغاجان آخند«حاجي سالم» د بني حصار څېړنیزفارم او حشمت‌خان کول ملي پارک څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د مالدارۍ د څېړنیو رییس انجنیر احمدولي او د وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله او د دغو دوو مرکزونو د فعالیتونو او وضعیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
ددې لیدنې په ترڅ کې ملا آغاجان آخند د یاد څېړنیز فارم او ملي پارک د سیمو پر ساتنه او له دغو دوو څېړنیزو مرکزونو څخه پر مؤثره ګټه اخیستنه ټینګار وکړ او د دغو مرکزونو د کارکوونکو له هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از فارم تحقیقاتی بینی‌حصار و پارک ملی کول حشمت‌خان
۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
ملاآغاجان آخند "حاجی‌سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از فارم تحقیقاتی بینی‌حصار و پارک ملی کول حشمت‌خان بازدید کرد.
در این بازدید، انجینر احمدولی رئیس تحقیقات مالداری و قاری محمد اکبر امینی رئیس اداری وزارت، معین مالی و اداری را همراهی کرده و در مورد فعالیت‌ها و وضعیت این دو مرکز، معلومات ارائه نمودند.
ملاآغاجان  آخند در جریان این دیدار بر حفاظت از حریم فارم تحقیقاتی و پارک ملی و استفاده مؤثر از این دو مرکز تحقیقاتی تأکید کرد و از تلاش‌ها و فعالیت‌های کارمندان این مراکز قدردانی به عمل آورد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت