د بشري سرچینو او تخنیک او ټرانسپورت ریاستونو له چارواکو سره د مالي او داري مرستیال تعارفي لیدنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۶:۱۷
د بشري سرچینو او تخنیک او ټرانسپورت ریاستونو له چارواکو سره د مالي او داري مرستیال تعارفي لیدنه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
ملا اغاجان اخند «حاجي سلام»، چې په دې وروستیو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړی، د دغه وزارت د بشري سرچینو او دغه راز د تخنیک او ټرانسپورټ ریاستونو له چارواکو سره د جلا جلا ناستو په ترڅ کې وکتل او د دوی د فعالیتونو راپور یې واورېدل.
د دغو لیدنو په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو او دغه راز د تخنیک او ټرانسپورټ ریاستونو مسوولینو د جلا جلا پریزنټیشنونو په ترڅ کې د یادو ریاستونو د موخو، تشکیل، بودیجې، عوایدو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 په دغو ناستو کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند «حاجي سالم» د کار په روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «بشري منابع او دغه راز د تخنیک او ټرانسپورټ ریاستونه د کرنې وزارت اساسي او عمده برخې دي، چې د نورو رياستونو چارې په همدې رياستونو پورې اړه لري، له همدې امله د يادو رياستونو مسوولين بايد د کارونو د ښه پرمخ بيولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو چارو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.»

دیدار تعارفی معین مالی و اداری وزارت زراعت با مسوولان ریاست‌های منابع بشری و تخنیک و ترانسپورت
۱۵ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
ملا آغا جان آخوند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که جدیدا کار در این سمت را آغاز کرده است طی جلسه‌های جدا گانه با مسوولان ریاست‌های منابع بشری و تخنیک و ترانسپورت آن وزارت دیدار کرده و گزارش فعالیت‌های شان را استماع نمود.
مسوولان ریاست‌های  منابع بشری و تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی پرزنتیشن‌های جداگانه معلومات مفصلی را پیرامون اهداف، تشکیل، بودیجه، عواید، دست آوردها و چالش‌های موجود  ریاست های متذکره را به معین مالی و اداری ارایه نمودند.
 در این دیدار ها ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت به پیشبرد کارها به صورت شفاف تاکید کرده گفت:« منابع بشری و تخنیک و ترانسپورت بخش‌های عمده و اساسی وزارت زراعت است که همه کارهای سایر بخش‌ها به این ادارات در ارتباط است پس باید مسوولان این ریاست‌ها  تلاش  در راستای پیشبرد کارها به وجه احسن آن انجام دهند تا امور به سکتگی مواجه نشود».

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت