د بامیان پر بزګرانو د پور ورکولو پروګرام پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۰:۵۳
بامیان

۵ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په شتون کې د بامیانو په ولایت کې د تولید د ودې او معیاري کولو په پار پر بزګرانو د پور ورکولو پروګرام پیل شو. ددې پروګرام په اډانه کې د کرنې د پراختیا صندوق له لارې د بامیانو بزګرانو ته ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پور ورکول کیږي.
ددې برنامې په پرانیستغونډه کې، چې د بامیانو ولایت د دکاني درې په سیمه کې په لاره اچول شوې وه د کوپراټیفونو چارواکي او د بامیانو لایت د مرکز او ولسوالیو مشران شتون درلود.
د کرنې وزیر نصیر احمد درانی یادې برنامې ته په ویناکې وویل، چې د دوی موخه د تولید وده او معیاري کول او په ټوله کې د بزګرانو اقتصادي وده او پرمختیا ده تر څو د دوی په دسترخوان کې مثبت بدلون رامنځته شي.
دغه راز د بامیانو پر بزګرانو د پور ورکولو د برنامې په پرانیستغونډه کې د بامیانو والي محمدطاهر زهیر وویل، چې دا چاره د تولید د زیاتوالي او معیاري کولو له لارې د بزګرانو داقتصادي ودې په پار د ارزښت وړ ګام دی.
په همدې حال کې د بزګرانو په استازيتوب سیدعباس جعفري خبرې وکړې. هغه بزګرانو ته د ښه او غوره چوپړونو د وړاندې کولو په پار له نصیراحمد درانی څخه د مننې ترڅنګ وویل، دغه پورونه کولای شي، چې د بزګرانو د کاروبار د ودې په برخه کې مرسته وکړي او په دې برخه کې اغېزه ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

نورستان کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د نورستان ولایت د شپږو ولسوالیو په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته ولېږدول شوه

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر په منظم، شفاف او همغږې بڼه روانه ده.. . .

بازگشت