د بادغیس ولایت له یو شمېر سیمه ییزو مخورو سره د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۷:۱۱
مولوی عطاء الله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از محاسن سفیدان و متنفذین محلی ولایت بادغیس در دفتر کارش دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.


۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۵جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د خپل کار په دفتر کې د بادغیس ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او سیمه ییزو مخورو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
په دې کتنه کې د بادغیس ولایت مشرانو د اوبو د کمښت، د څارویو د خوراکي توکو د کمښت، د وچکالۍ د زیانونو، د حیواني ناروغیو او د بڼوالۍ د پراختیا په برخو کې د بادغیس ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د کرنې له وزیر سره شریک کړل او ورته د پاملرنې غوښتونکي شول.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د بادغیس ولایت د مشرانو د ستونزو له اورېدو وروسته د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او اړوندو ریاستونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغه ولایت د خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي او په پراختیایي پروژو کې دې شامل کړي.


دیدار وزیر زراعت با شماری از متنفذین محلی ولایت بادغیس
۷ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاء الله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از محاسن سفیدان و متنفذین محلی ولایت بادغیس در دفتر کارش دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود. 
در جریان این دیدار  بزرگان ولایت بادغیس  مشکلات و پیشنهادات مردم بادغیس را در بخش کمبود آب، کمبود خوراکه حیوانی، اضرار خشک سالی، امراض حیوانی و توسعه باغداری با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار توجه به آن شدند.
 مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت پس از شنیدن مشکلات بزرگان بادغیس اطمینان حل مشکلات شان را سپرده و به  ریاست‌های مربوطه هدایت داد که نیازمندی‌های مردم آن ولایت را در اولویت قرار داده و شامل پروژ‌های انکشافی سازند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت