د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د «سوداګر له سوداګرو سره» او «سوداګر له دولت سره» د لیدنې پروګرام دایره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۸:۵۱
د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د «سوداګر له سوداګرو سره» او «سوداګر له دولت سره» د لیدنې پروګرام دایره شوه

د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د دوه‌دېرشم نندارتون په ترڅ کې د «سوداګر له سوداګرو سره» او «سوداګر له دولت سره» د لیدنې ځانګړې پروګرام د قراردادونو او هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په موخه د نندارتون په تالار کې ترسره شوه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په خپلو خبرو کې وویل: «د دې نندارتون اصلي موخه کورنیو تولیداتو لپاره بازار موندنه ده. که خصوصی سکتور او دولت په ګډ تفاهم او همغږۍ سره کار وکړي، نو ډېر ژر به ځان‌بسیاینې ته ورسېږو.» نوموړي د سوداګرو پر اخلاص، او همداراز د پروژو پر اغېزمن تطبیق د ادارو او بنسټونو له‌خوا ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د هېواد د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وویل: «موږ مکلف یو چې له خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړو. دا ډول نندارتونونه د تولیدوونکو د ودې، او د سوداګرو ترمنځ د اغېزناکو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره مرسته کوي.»
په دې پروګرام کې د بېلابېلو شرکتونو، مؤسسو، اتحادیو او انجمنونو ترمنځ تفاهم‌لیکونه او قراردادونه لاسلیک شول.

برنامه دیدار «تجار با تجار» و «تجار با دولت» در حاشیه نمایشگاه بادام باغ برگزار شد
۱۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
هم‌زمان با برگزاری سی‌ودومین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام باغ کابل، برنامه دیدار «تجار با تجار» و «تجار با دولت» با هدف عقد قراردادها و امضای تفاهم‌نامه‌ها میان سکتورهای مختلف، در تالار این نمایشگاه برگزار گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در سخنرانی‌اش گفت: «هدف اصلی از برگزاری این نمایشگاه بازاریابی برای تولیدات داخلی است. اگر سکتور خصوصی و دولت با همکاری و هماهنگی عمل کنند، زودتر به خودکفایی می‌رسیم.» وی بر خلوص نیت تاجران در فعالیت‌های تجاری و همچنین اثربخشی تطبیق پروژه‌ها توسط نهادها و موسسات تأکید کرد.
در همین حال، میرویس حاجی‌زاده، معاون اطاق زراعت و مالداری کشور گفت: «ما مکلف هستیم که از تولیدات داخلی خود حمایت کنیم. چنین نمایشگاه‌هایی به رشد تولیدکنندگان و ایجاد ارتباطات تجاری مؤثر میان تاجران کمک می‌کند.»
در این برنامه، تفاهم‌نامه‌ها و قراردادهایی میان شرکت‌ها، موسسات، اتحادیه‌ها و انجمن‌های مختلف امضا گردید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت