د ایران د دولتي او سوداګریزو چارواکو له یوه پلاوي سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۳
د ایران د دولتي او سوداګریزو چارواکو له یوه پلاوي سره د کرنې وزیر لیدنه

۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي، د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال ابوالفضل چمندي او د ایران د کرنې جهاد وزارت کې د خپلواکۍ جهاد ادارې مدیر ښاغلی همتي سره وکتل.
په دې کتنه کې ایراني پلاوي په افغانستان کې د کار او پانګونې په برخه کې د ایران د حکومت او پانګوالو د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې.
د ایران د کرنې وزارت اجراییوي مدیر ښاغلي همتي د مالدارۍ، کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ، ښوونې او روزنې، د څارویو د نسل اصلاح او لبنیاتو د پروسس په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په دغو برخو کې د عملي کار پیل ته چمتو دي. 
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د کار لپاره د مناسب فرصت د شتون او په دې برخو کې د کار پر اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه:« موږ تل خپلو ایراني ملګرو ته په خپلو ناستو کې ویلي، راځئ په ګډه کار وکړو، ځکه افغانستان په نړۍ کې بې سارې  امتیازونه لري، دا چې تاسو له سلو کلونو څخه زیات وخت کېږي، چې خپله خپلواکي مو اخیستې او کار مو کړئ، په همدې موخه دکرنې او مالدارۍ په برخه کې زموږ په پرتله ډېر پرمختګ لرئ، موږ په دې وروستیو کې خپلواکي ترلاسه کړې، موږ ډېر وروسته پاتې یو، اړتیاده چې په ګډه کار وکړو او ستاسو له تجربو څخه کار واخلو ترڅو موږ هم په دې برخو کې پرمختګ وکړو او موږ همکارۍ ته چمتو یو، که تاسو کار کولو ته چمتو یاست، ستاسو د کار ګټه به دواړو هېوادونو ته ورسېږي.»

دیدار وزیر زراعت با هیئتی از مسوولان دولتی و تجارتی ایران
۲ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با سید حسن مرتضوی معاون سفارت ایران در کابل، ابوالفضل چمندی معاون هماهنگی اموراقتصادی ولایت خراسان رضوی و آقای همتی مدیر عامل سازمان جهاد استقلال در وزارت کشاورزی ایران دیدار نمود.
در این دیدار هیئت ایرانی و از علاقه‌مندی دولت و سرمایه‌گذاران ایرانی در زمینه کار و سرمایه‌گذاری در افغانستان سخن گفتند.
آقای همتی مدیر عامل وزارت کشاورزی ایران از آماده گی‌های ایران بر سرمایه گذاری در بخش‌های چون مالداری، زراعت، آبیاری، باغداری، آموزش، سیستم اصلاح نسل حیوانات و پروسس لبنیات سخن زده و اطمینان داد که برای آغاز کار عملی در این بخش‌ها آماده اند.
بعدآ مولوی عطاء الله ‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از فراهم بودن بسترهای خوب کار روی زراعت، مالداری، آبیاری و باغداری  و نیاز به کار در این بخش‌ها سخن زده افزود:" همیشه در دیدارهای خود به دوستان ایرانی گفتیم بیائید کار کنیم مشترک، چون افغانستان دارای امتیازهای بینظیر در سطح دنیا می‌باشد، چون شما بیش از ۱۰۰ سال می‌شود که استقلال خود را گرفته و کار نموده‌این، نسبت به ما در زراعت و مالداری پیشرفت زیاد نمودین، ما تازه استقلال خود را گرفتیم، خیلی عقب هستیم، نیازمندیم که مشترک کار کنیم و از تجارب شما استفاده کنیم تا ما هم در این عرصه‌ها پیشرفت داشته باشیم و آماده همکاری می‌باشیم، در صورت ای‌که شما آماده کار باشید منفعت کار شما به هر دو کشور می رسد".
در اخیر مجلس کمیته‌ای با عضویت مشاوران و روساء وزارت زراعت تعین گردید تا روی پیشبرد کارها و برداشتن گام‌های عملی با هیئت ایرانی فعالیت نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت