د اړمنو کورنیو د ملاتړ په دوام لوګر کې پر ۲۰۰ کورنیو څاروي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۵:۳۳
د اړمنو کورنیو د ملاتړ په دوام لوګر کې پر ۲۰۰ کورنیو څاروي ووېشل شول

۲۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بشري ځواک د پراختیا ادارې په مالي مرسته ددې ولایت د محمدآغې په ولسوالی کې پر ۲۰۰ بې وزله کورنیو څاروي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته دوه مېږي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله او اړمنو کورنیو لاس نیوي او په ټوله کې په دې سیمه کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول دي.
باید وویل شي، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، چې تر دې مخکې هم په یوشمېر ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو څاروي او د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت