د اچین د گلخونو حاصلات

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۴:۵۱
حاصل گل‌خانه‌های اچین
د کرنې وزارت، د ننګرهار د اچین ولسوالۍ نارینه او ښځینه و کروندګرو لپاره ۶۶ ګلخونې جوړې کړي دي. نارینه و لپاره ۳۰ لویې ګلخونې او مېرمنو لپاره ۳۶ کوچني ګلخونې.
دغه ګلخونې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD» له لارې په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوي دي.
بزګران ددغو ګلخونو له زیاد حاصل او عوایدو خبرې کوي. ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت د یادې پروژې له خوا په نږدې راتلونکې کې د اچین ولسوالۍ اوسیدونکو ته ۳۰ نورې ګلخونې هم جوړې شي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت