د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ له سیمه‌ییزو چاروکو سره د ځنګلونو د ساتنې په اړه مشورتي ناسته وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۳:۵۰
د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ له سیمه‌ییزو چاروکو سره د ځنګلونو د ساتنې په اړه مشورتي ناسته وکړه

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کونړ ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې په اړه مشورتي ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د کونړ والي مولوي قدرت‌الله ابوحمزه، د پولیسو د امنیت امر مولوي امیرحامد حمیدي، د علماوو شورا رییس، د کرنې رییس او د یاد ولایت د استخباراتو استازی په ګډون جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې اړوند موضوعاتو، د لرګیو د قاچاق مخنیوي، او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا خبرې اترې وشوې.
همدارنګه، د شنې قطعې قوماندان ملا محمدحلیم یاسین، د افغانستان د ځنګلونو رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري، او د افغان کارت امارتي شرکت رییس هم په دې ناسته کې ګډون کړی ؤ او د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره د همغږو اقداماتو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د دې ناستې موخه د طبیعي سرچینو د ساتنې او د ځنګلونو د تخریب پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکاریو پیاوړي کول دي.

نشست مشورتی معین آبیاری و منابع طبیعی با مسئولان محلی کنر درباره حفاظت از جنگلات
۱۲ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی، نشست مشورتی را با مقام‌های محلی ولایت کنر درباره حفاظت و احیای جنگلات برگزار کرد.
در این نشست که با حضور مولوی قدرت‌الله ابوحمزه والی کنر، مولوی امیرحامد حمیدی آمر امنیت پولیس، رئیس شورای علما، رئیس زراعت و نماینده استخبارات این ولایت برگزار شد، موضوعات مرتبط با حفاظت و احیای جنگلات، جلوگیری از قاچاق چوب و هماهنگی میان ادارات امارتی مورد بحث قرار گرفت.
همچنین ملا محمدحلیم یاسین قوماندان قطعه سبز، ملا سراج الحق میرویس ذاکری رئیس جنگلات افغانستان و رئیس شرکت امارتی افغان مارت در این نشست حضور داشتند و بر اهمیت اقدامات هماهنگ برای حفاظت از منابع طبیعی تأکید کردند.
هدف از این نشست، تقویت همکاری‌ها برای حفظ منابع طبیعی و مبارزه با تخریب جنگلات اعلام شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت