د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند والي سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۴:۲
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند والي سره وکتل


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او له ده سره مل پلاوی هلمند ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د هلمند والي مولوی طالب سره وکتل.
دا کتنه چې د هلمند ولایت په مقام کې ترسره شوه، د بزګرانو د ستونزو، د دوی د اوبولګولو ستونزو، د هلمند په ولایت کې د سبو او مېوو فارمونه جوړولو، او د راتلونکې لپاره د هلمند ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزو  او اړتیاوو ته په کتو د پلان چمتو کولو باندې خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند له والي څخه وغوښتل، چې د ځمکې د غصب مخنیوي، د کرنیزو تاسیساتو خوندیتوب او نورو برخو کې د هلمند دکرنې ریاست چارواکو سره همکاري وکړي.
په دې کتنه کې دکرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف، د کرنې وزارت د څړځایونو رییس سید خالد صاحب زاده او د هلمند دکرنې رییس مولوی عبدالباري شهاب دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان ملتیا کوله.

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با والی هلمند دیدار کرد 
۹ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایت هلمند با مولوی طالب والی ولایت هلمند دیدار کرد. 
این دیدار که در مقام ولایت هلمند صورت گرفت در مورد حل مشکلات  زراعتی و آبیاری دهقانان، ایجاد فارم‌های سبزیجات و میوه جات در ولایت هلمند و ترتیب پلان مشخص مطابق به نیاز‌های دهقانان و مالدارن ولایت هلمند برای سال آینده بحث شد.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری وزارت زراعت از والی هلمند خواست تا در بخش‌ جلوگیری از غصب زمین، حفاظت از تاسیسات زراعتی و سایر بخش‌ها با مسوولان زراعت ولایت هلمند همکاری کنند.
در جریان این دیدار مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و مالداری وزارت زراعت را مولوی ضیاءالدین واقف رییس مالی و حسابی، سید خالد صاحب زاده رییس علفچرهای وزارت زراعت و مولوی عبد الباری شهاب رییس زراعت ولایت هلمند همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت