د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار والي سره وکتل
۲۳ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۹ ربیعالثاني ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي مولوی ګل محمد سره په کتنه کې د ځنګلونو د وهنې د مخنیوي په هکله خبرې وکړې.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ننګرهار ولایت ته دخپل سفر موخه د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوی، کرنیزو تاسیساتو څخه لیدنه او د دولتي ځمکو او څړځایونو د غصب مخنیوی وبلل او د یادو موخو د پلي کولو په پار د ننګرهار ولایت د همکارۍ غوښتونکی شو.
دغه راز د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو په ګډون د یوې غونډې غوښتونکی شو، چې په کې د ځنګلونو د پرېکېدو دمخنیوي په هکله خبرې اترې او پرېکړه ووشي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي مولوی ګل محمد د ځمکې دغصب او ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل: «باید یو پلاوی ترتیب شي او له هغو سیمو څخه چې ځنګلونه یې پرې کېږي له نږدې لیدنه وکړي او د پلاوی له لوري د راپور تر وړاندې کولو وروسته پرې پرېکړه ووشي.»
د ننګرهار والي د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو هلې ځلې وستایل او په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په برخه کې د ژمنو کسانو د ګمارنې غوښتونکی شو.
د طبیعي سرچینو رییس مولوی عبدالاحدخلیل، مالي او حسابي رییس مولوی ضیاالدین واقف او دکرنې وزارت د ځنګلونو آمر محمدامان امانیار په دې سفر کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال مولوی باز محمد فیضان ملتیا کوله.
دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی با والی ننگرهار
۲۳ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در جریان سفرش به ولایت ننگرهار با مولوی گل محمد والی ولایت ننگرهار دیدار کرده و در مورد جلوگیری از قطع جنگلات صحبت کرد.
معین آبیاری و منابع طبیعی هدف سفراش به ولایت ننگرهار را جلوگیری از قطع جنگلات، بازدید تاسیسات زراعتی و جلوگیری از غصب زمینهای دولتی و علفچرها عنوان کرده و خواهان همکاری ولایت ننگرهار در تطبیق این اهداف شد.
همچنان معین آبیاری و منابع طبیعی خواهان تشکیل یک مجلس با اشتراک مسوولان محلی ولایت ننگرهار شد که در آن در مورد جلوگیری از قطع جنگلات بحث و تصمیم گیری شود.
در همین حال مولوی گل محمد والی ننگرهار اطمینان همکاری را در بخشهای جلوگیری از عصب و قطع جنگلات سپرده و گفت " باید یک هیئتی ترتیب گردد و از نزدیک ساحاتی که در آن جنگلات قطع می شود بازدید کند و پس از اراییه گزارش توسط هیئت در مورد آن تصمیم گیری گردد".
والی ننگرهار همچنان از تلاشهای مسوولان زراعت ننگرهار قدر دانی کرده و خواهان تقرر اشخاص متعهد در بخش جلوگیری از قطع و جنگلات در آن ولایت شد.
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی را در این دیدار مولوی عبدالاحد خلیل رییس منابع طبیعی، مولوی ضیا الدین واقف رییس مالی و حسابی محمد امان امانیار رییس امور جنگلات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراهی میکردند.
