د املاکو عوايد، عشر او زکات د راټولولو د طرحې په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۱۶:۱۱
د املاکو عوايد، عشر او زکات د راټولولو د طرحې په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه


۱۷ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۲ ربیع الثانی ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال فضل الباري فضلي په مشرۍ د کرنې وزارت اړوند 
د املاکو عوايد، عشر او زکات د راټولولو د طرحې او په ملي عوايدو کې د عشر او زکات د شاملولو  په پار غونډه دائره شوه.
په غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال وويل: " د املاکو (ځمکه، ودانۍ، ماشین‌آلات، فارم‌ونه او نورې شتمنۍ) چې دکرنې وزارت اړوند دي د عوايدو راټولولو په پار بايد توحيدي طرحه جوړه او عوايد يې په واحده منبع کې راټول شي."
هغه په ټينګار سره وويل،  چې د عشر او زکاتو راټولول په ملي بوديجه کې شامل شي، عشر د کرنيزو محصولاتو لسمه برخه ده،  چې دولت ته ورکول کېږي او زکات هم د مسلمانانو شرعي وجيبه ده.
ددې طرحې موخه دکرنې وزارت له زېربناوو او املاکو د عوايدو راټولولو څرنګوالي او د افغانستان ملي بوديجه کې يې شاملول دي،  ترڅو بېرته د افغانستان زيانمنو او بېوزلو سره د مرستې په موخه ولګول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت