د امارتي تثبیت شویو ښارګوټو د ځمکې اجاره ورکونې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۱۸
د امارتي تثبیت شویو ښارګوټو د ځمکې اجاره ورکونې په پار غونډه دائره شوه

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د هغو ښارګوټو د ځمکو د اجارې په موخه غونډه جوړه شوه چې د ځمکې غصب مخنیوی کمېسیون له ارزونې وروسته امارتي تثبیت شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت له مخې د هغو ښارګوټو د اوسیدونکو د بې سرپناهۍ د مخنیوي په موخه چې ځمکې یې امارتي تثبیت شوی دی، ددغو ځمکو تر امارتي تثبیت کېدو وروسته د یاد ښارګوټو اوسیدونکو ته یاده ځمکه د یوې کړن لارې پر اساس په اجاره ورکول کېږي.
په همدې موخه د کابل ښار په ۲۱ ناحیه کې د حاجي جنت ګل ښارګوټي د ځمکې د اجاره کولو په موخه غونډه چې پخوا د سیمه ییزو زورواکو له خوا په امارتي ځمکو کې په خپل سر جوړه شوې وه او د اماراتو ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې له خوا تر ارزونې وروسته امارتي تثبیت شوې وه د یادو ځمکو د اجاره ورکونې په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
یاد ښارګوټی چې څه دپاسه څلویښت زره کورنۍ په کې اوسیږي د امارت په ځمکو جوړ شوی او د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې دیاد ښارګوټي د اوسېدونکو د بې کوره کېدو د مخنیوي په خاطر د ښارګوټي ځمکه یادو کسانو ته په اجاره ورکول کېږي.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د اجاره ورکونې او تصفیې ااو تثبیت د ریاستونو د چارواکو په شتون کې جوړه شوې وه، په کې د کابل ښآر په ۲۱ ناحیه کې د حاجي جنت ګل ښارګوټی د ځمکې د سروې او تثبیت څرنګوالی، د ملکیتونو د ابعاد او حجم د معلومولو او د اجارې لپاره د طرزالعمل یا مقررې د جوړولو په اړه خبرې وشوې. 
په دې ناسته کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي دوه ځانګړې کاري ډلې وګمارل، چې د ملکیتونو د سروې، ثبت، د ابعاد او حجم د ټاکلو او همدارنګه د ځمکې د اجارې د څرنګوالي په اړه طرزالعمل جوړ او راتلونکې غونډې ته د نهايي کولو لپاره وړاندې کړي.

جلسه‌ی جهت به اجاره دهی زمین‌‌ شهرک‌های که  امارتی تثبیت شده برگزار شد 
۱ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف به اجاره دهی زمین‌ شهرک‌های که زمین آن پس از بررسی کمیسون جلوگیری از غصب امارتی تثبیت گردیده است برگزار شد.
مطابق به هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان به منظور جلوگیری از بی سرپناه شدن باشنده گان شهرک‌های که زمین‌ آن امارتی تثبیت گردیده است، پس از امارتی تثبیت شدن زمین برای باشنده گان شهرک‌ها زمینی که بالای آن تصرف دارند از طریق یک طرزالعمل به اجاره سپرده می شود.
به همین منظور جلسه‌ی به منظور به اجاره دهی زمین‌های شهرک حاجی جنت گل واقع ناحیه ۲۱ شهر کابل که قبل به گونه خودسر از سوی زورمندان محلی بالای زمین‌های امارتی احداث گردیده بود و پس از بررسی کمیسون جلوگیری ازغصب و بازپس گیری زمین‌های غصب شده امارتی تثبیت گردیده است در وزارت زراعت برگزار شد.
شهرک متذکره که در آن در حدود چهل هزار خانواده بودباش دارد در زمین‌های امارتی احداث شده است و مطابق به حکم رهبری امارت اسلامی به منظور جلوگیری از بی سرپناه شدن باشنده گان شهرک متذکره زمین‌ شهرک برای متصرفین آن به اجاره داده می شود.
این جلسه‌ که با حضور داشت مسولان ریاست‌های اجاره دهی  و تصفیه و تثبیت ملکیت وزارت زراعت برگزار شده بود در آن چگونگی سروی، تثبیت  ابعاد و حجم ملکیت‌ها و ساخت طرزالعمل و یا مقرر جهت به اجاره دهی زمین‌های شهرک حاجی جنت گل واقع حوزه بیست یکم شهر کابل به بحث گرفته شد.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در این جلسه  به دو گروه کاری مشخص وظیفه سپرد تا رهنمودی را به منظور سروی،  تثبیت ابعاد و حجم ملکیت‌ها و همچنان طرزالعمل چگونگی به اجاره دهی زمین را  ساخته و غرض نهایی سازی به جلسه بعدی پیشکش نمایند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت