د الوویرا ننداریزو قطعو څخه د سمنګان د بزګرانو د قناعت وړ حاصلات

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۵
د الوویرا ننداریزو قطعو څخه د سمنګان د بزګرانو د قناعت وړ حاصلات

۱۳کب ۱۳۹۹
د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د «اکټیډ» موسسې له خوا د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د الوویرا پنځه نندارې کروندې بزګرانو ته جوړې شوې وې، چې له یادو کروندو څخه بزګران د قناعت وړ حاصلات تر لاسه کړي دي.
یاد ننداریزې کروندې، چې کال مخکې جوړې شوي دي، د سمنګان د کرنې ریاست د چارواکو په ټکو حاصلات یې د قناعت وړ دي.
یادو کروندو څخه یوتن برخمن شوی بزګر فراح الدین وایي، چې د ۷۲ متر مربع په پراخوالي سره د الوویرا شنه خونه لري، چې یوازې د الوویرا د پاڼو دپلور له لارې یې ۲۶ زره افغانۍ ګټلي دي.
الوویرا یو طبي او ارزښت لرونکی بوټی دی، چې په طبابت کې ترې ګټه اخیستل کېږي. الوویرا نه یوازې دا چې په طبابت کې استعمالېږي د تغذیې لپاره هم ترې جوس جوړېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۹
Background image

دکابل سروبي کې ۱۵۸ کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بشپړې بستې ووېشل شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې  له لوري، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کابل ولایت په خاکجبار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

بازگشت