د افغانستان د کرنې وزیر د افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو په غونډه کې: د اقتصادي، کرنیزو او پانګونې همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه ده

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۶
وزیر زراعت افغانستان در نشست فرصت‌های تجارتی افغانستان و هند: توسعه همکاری‌های اقتصادی، زراعتی و سرمایه‌گذاری به سود هر دو کشور است

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د «افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو» په تعاملي غونډه کې ګډون او وینا وکړه. دغه غونډه د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې «پي‌اچ‌ډي» له لوري، د هند د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ، د نوي ډیلي په ښار کې جوړه شوې وه.
د کرنې وزیر په خپله وینا کې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهمه وبلله او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعت، پانګونې، د ټکنالوژۍ لېږد، د صادراتو پراختیا او خصوصي سکټور ته د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د کرنې سکټور پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره، له هندي پانګه‌والو او شرکتونو وغوښتل، چې د تولید، پروسس، بسته‌بندۍ، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیر، د مالدارۍ پراختیا، د اوبو د سرچینو مدیریت او د کرنې د نوې ټکنالوژۍ په برخو کې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او په ګډو پروژو کې پانګونه وکړي.
په دې غونډه کې د هند د «پي‌اچ‌ډي»  د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولینو، د هند د بهرنیو چارو وزارت استازو، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سرپرست، د هند د کرنیزو او غذایي محصولاتو د صادراتو د پراختیا ادارې (APEDA) مسؤولینو، د خصوصي شرکتونو مشرانو، صادرونکو، پانګه‌والو او د دواړو هېوادونو له سلو څخه زیاتو اقتصادي فعالانو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د کرنې، خوړنیزو صنایعو، مالدارۍ، اوبو لګولو، کرنیزو ټکنالوژیو، نوي کېدونکې انرژۍ، زېربناوو او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو ظرفیتونه وارزول او د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د پانګونې پر زیاتوالي او د نویو مشارکتونو پر رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.
د دغې غونډې جوړېدل، د افغانستان د کرنې وزیر له هندي چارواکو، له ډلې د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې له وزیر او د دغه هېواد د مالي او پراختیایي بنسټونو له مسؤولینو سره د رسمي لیدنو په دوام، د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د کرنې، سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره د نویو فرصتونو د برابرولو په لړ کې یو بل مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۵۹
Background image

د کرنې وزیر: افغانستان له ازبیکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو، د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

بازگشت