د افغانستان د کرنې وزیر د ازبکستان د بخارا ښار د خاورې پېژندنې له لابراتوار څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۱۲
د افغانستان د کرنې وزیر د ازبکستان د بخارا ښار د خاورې پېژندنې له لابراتوار څخه لیدنه وکړه

۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي امارتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی، د یاد هېواد د بخارا ښار د خاورې پېژندنې له تحلیلي لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
یاد لابراتوار د ازبکستان د کرنیزو خاورو د څېړنې او تحلیل لپاره کارول کېږي او هممهاله د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه هم برابروي.
مولوي عطاالله عمري د دغه مرکز له مسئولینو د بلنې او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خاورې پېژندنې په برخه کې د تجربو شریکولو او تخنیکي همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې باید د افغانستان د کرنې وزارت د خاورې پېژندنې لابراتوارونو کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.
د کرنې وزیر له یاد مرکز څخه وغوښتل چې افغان کارکوونکو ته ازبکستان، په ځانګړي ډول د بخارا ښار ته د تګ زمینه مساعده کړي، ترڅو د دغه لابراتوار له عصري وسایلو، امکاناتو او معاصر علم څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې پر کرنیزو خاورو څېړنې روانې دي، خو د اوسنیو اړتیاوو له مخې، اړینه ده چې د افغانستان د خاورې پېژندنې لابراتوارونه له پرمختللو وسایلو او عصري امکاناتو سره مجهز شي، ترڅو د خاورې تحلیلونه په دقیقه او هر اړخیزه توګه ترسره شي.


بازدید وزیر زراعت افغانستان از لابراتوار خاک‌شناسی در شهر  بخارا کشور ازبکستان 
۲۸ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه امارتی به کشور ازبکستان سفر کرده است، از لابراتوار تجزیه و تحلیل خاک‌شناسی در شهر بخارا بازدید به عمل آورد.
این لابراتوار در کشور ازبکستان برای بررسی و تحلیل خاک‌های زراعتی آن کشور مورد استفاده قرار می‌گیرد و همزمان، زمینه آموزش عملی را برای محصلان نیز فراهم می‌سازد.
مولوی عطاءالله  عمری ضمن قدردانی از دعوت و همکاری مسئولان این مرکز، خواستار تشریک تجارب و همکاری‌های تخنیکی میان دو کشور در بخش خاک‌شناسی شد. او تأکید کرد که زمینه آموزش‌های مسلکی برای کارمندان لابراتوارهای خاک‌شناسی وزارت زراعت افغانستان فراهم گردد.
وزیر زراعت همچنان از مسئولان این مرکز خواست تا زمینه آمدن کارمندان افغان به ازبکستان، به‌ویژه شهر بخارا را مساعد سازند تا از امکانات، وسایل و دانش عصری این لابراتوار بهره‌مند شوند.
قابل یادآوری است که در افغانستان از چندین دهه به این‌سو روی خاک‌های زراعتی تحقیق صورت گرفته، اما با توجه به نیازهای روز، باید لابراتوارهای خاک‌شناسی افغانستان به وسایل پیشرفته و امکانات مدرن مجهز گردند تا تجزیه و تحلیل خاک‌ها به‌گونه دقیق و همه‌جانبه انجام شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت