د افغانستان د کرنې وزارت او د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ په تاشکند کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۹:۴۷
د افغانستان د کرنې وزارت او د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ په تاشکند کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د کرنزو زده کړو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په تاشکند کې لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ  مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او په تاشکند کې د ازبکستان د کرنې پوهنتون د لومړي مرستیال ښاغلي اسلاموف له خوا د ازبکستان د اوبو لګولو وزیر او د دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکو په حضور کې لاسلیک شو. 
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو هېوادونو متخصصین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او د کرنې وزارت ۶۰ تنه بزګرانو او متخصصینو ته به په تاشکند کې د ازبکستان دکرنې په پوهنتون کې د لنډې او منځمهاله زده کړو زمینه برابرېږي.

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت افغانستان و پوهنتون زراعتی ازبکستان در تاشکند 
۲ قوس ۱۴۰۲ ه‍.ش 
تفاهم‌نامه‌ همکاری در بخش فراگیری آموزش‌های زراعتی میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان و پوهنتون زراعتی کشور ازبکستان در تاشکند به امضا رسید.
این تفاهم‌نامه از سوی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان و  آقای اسلاموف معاون اول پوهنتون زراعتی کشور ازبکستان در تاشکند با حضور وزیر آبیاری کشور ازبکستان و شماری از مسوولان دو کشور امضا شد.
بر بنیاد این تفاهم‌نامه قرار است متخصصین دو کشور تجارب‌شان را در بخش‌های، زراعت، آبیاری و مالداری با یک دیگر شریک نمایند و همچنین برای ۶۰ تن از دهقانان و متخصصان وزارت زراعت در پوهنتون زراعتی ازبکستان در تاشکند زمینه فراگیری آموزش‌های کوتاه مدت و میان مدت فراهم‌ شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت