د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۱:۵
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې وزارت کفیل مولوي صدر اعظم عثماني، په خپل دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د خصوصي سکتور له یو شمېر استازو سره وکتل.  
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تجربو د لېږد، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادرات او واردات، د څارویو واکسین برابرولو، کیمیاوي سرې او د کرنې متخصصینو د روزنې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د غونډې په پیل کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایراني پلاوي هرکلی وکړ، هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ..
وروسته د ایران د خصوصي سکتور استازو د کرنې، مالدارۍ، کب نیونې، بڼوالۍ، اوبو لګولو، چرګانو پالنې او د صنعتي نباتاتو تولید په څانګو کې د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه. هغوی له افغان لوري د دې فعالیتونو لپاره د عملي زمینو او مناسبې ځمکې د برابرولو غوښتنه وکړه. دوی همدارنګه د شفافیت، صادقانه او عادلانه همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ، څو دواړه هېوادونه له دغو همکاریو ګټه پورته کړي.
مولوي صدر اعظم عثماني د ایراني پانګوالو د لیوالتیا ستاینه وکړه او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه وویل:«څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان بنسټونه ویجاړ کړي دي. موږ هڅه کوو چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ دغه ویجاړۍ بېرته ورغوو. موږ د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول د خپلو ګاونډیانو همکارۍ ته اړتیا لرو. د چین، روسیې او ازبکستان په څېر هېوادونو پانګوالو خپله لیوالتیا ښودلې او عملي اقدامات یې هم کړي دي. موږ خوشاله یو چې تاسو هم د پانګونې لیوالتیا لرئ او هیله لرو چې دغه همکارۍ عملي پایلې ولري. افغانستان د ټولو برخو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او ستاسو له تجربو به په کرنې او مالدارۍ کې ګټه واخلي».
په پای کې د دواړو خواوو له لوري یو پلاوی وټاکل شو، څو راتلونکو عملي اقداماتو ته لار هواره کړي او د راتلونکو غونډو لپاره چمتووالی ونیسي.


دیدار معین زراعت و مالداری افغانستان با نمایندگان سکتور خصوصی ایران
۸ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، در دفتر کار خود با تعدادی از نمایندگان سکتور خصوصی جمهوری اسلامی ایران دیدار کرد.
در این دیدار، دو طرف در مورد انتقال تجارب، سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری، صادرات و واردات محصولات زراعتی و مالداری، تهیه واکسین حیوانات، کود کیمیاوی و آموزش متخصصان زراعت بحث و تبادل‌نظر کردند.
در آغاز این جلسه، معین زراعت و مالداری از هیئت ایرانی استقبال کرده و ضمن خوش‌آمدگویی، به همکاری‌های متقابل تأکید کرد.
سپس نمایندگانی از سکتور خصوصی ایران از علاقه‌مندی خود برای سرمایه‌گذاری در بخش‌هایی چون زراعت، مالداری، ماهی‌پروری، باغداری، آبیاری، مرغداری و تولید نباتات صنعتی صحبت کرده و خواستار مشخص‌سازی زمینه‌های عملی و زمین مناسب برای این فعالیت‌ها از جانب افغانستان شدند. آن‌ها همچنین بر شفافیت و همکاری صادقانه و منصفانه تأکید کردند تا هر دو کشور از این همکاری‌ها بهره‌مند شوند.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن قدردانی از علاقه‌مندی سرمایه‌گذاران ایرانی، بر اهمیت همکاری‌های منطقه‌ای و بین‌المللی تأکید کرد. وی گفت: «چهل سال جنگ زیربناهای افغانستان را ویران کرده است. ما تلاش داریم با همکاری کشورهای منطقه و جهان، این ویرانی‌ها را بازسازی کنیم. نیازمند همکاری همه کشورها، به‌ویژه همسایگان خود هستیم. سرمایه‌گذاران از کشورهایی چون چین، روسیه و ازبکستان علاقه‌مندی‌شان را ابراز و اقدامات عملی نیز انجام داده‌اند. خوشحالیم که شما نیز علاقه‌مند سرمایه‌گذاری هستید و امیدواریم این همکاری‌ها به نتایج عملی منجر شود. افغانستان آماده همکاری در تمام بخش‌ها است و از تجربیات شما در زراعت و مالداری بهره‌مند خواهد شد.»
در پایان، هیئتی از هر دو طرف جهت پیگیری و ترتیب مجالس آینده برای اقدامات عملی توظیف شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت