د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره غونډه دایره شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۴۶
د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره غونډه دایره شوه  

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
پاکستان او ازبکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په ترانزیتي ستونزو د بحث او حل لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ یوه غونډه ترسره شوه.  
په دې غونډه کې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسؤلینو او د صنعت او سوداګرۍ او کرنی او مالداری خونو استازو ګډون درلود. په دې ناسته کې مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد په اقتصاد کې د کرنیزو محصولاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او د سرتفیکټونو د صادرولو اصولو، ګمرکي تعرفو، ترانزیتي ستونزو او د صادراتو د اسنادو پر صحت او بشپړتیا خبرې وشوې.  
مولوي عثماني اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د موجودو ستونزو د حل لپاره قانوني او عاجل اقدامات وکړي. نوموړي څرګنده کړه چې د دې ستونزو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ازبکستان ترانزیتي لارې پر سر خنډونو حل کول به د صادراتو په زیاتوالي او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.  
د غونډې په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د ګډې همغږۍ او همکارۍ له لارې به د ترانزیتي ستونزو د کمولو او د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو د اسانولو لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړي. همدارنګه، د سرتفیکټونو د صادرولو او ګمرکي تعرفو په بهیر کې د شفافیت او ښه والي پر اړتیا ټینګار وشو.  
دا هڅه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له هغو اقداماتو څخه ده چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او د هېواد د کرنیزو عایداتو زیاتوالی دی.

جلسه‌ای برای حل مشکلات ترانزیتی محصولات زراعتی افغانستان برگزار شد
۲۲ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
به‌منظور بررسی و حل مشکلات ترانزیتی فرا راه صادرات محصولات زراعتی افغانستان به کشورهای پاکستان و ازبکستان، جلسه‌ای به رهبری مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
این جلسه با حضور مسئولان وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت، و نمایندگان اتاق‌های زراعت و مالداری و  صنعت و تجارت برگزار گردید. در این نشست، مولوی صدر اعظم عثمانی بر اهمیت محصولات زراعتی در اقتصاد کشور تأکید کرده و موضوعاتی چون اصول صدور سرتفیکیت، تعرفه‌های گمرکی، مشکلات ترانزیتی، و صحت و تکمیل بودن اسناد صادراتی مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
مولوی عثمانی از ادارات مرتبط خواست تا اقدامات قانونی و فوری برای رفع مشکلات موجود انجام دهند. وی تصریح کرد که حل این چالش‌ها، به‌ویژه در مسیرهای ترانزیتی به پاکستان و ازبکستان، نقش مهمی در افزایش صادرات و رشد اقتصادی کشور خواهد داشت.
در پایان جلسه، مسئولان حاضر تعهد کردند که با هماهنگی و همکاری مشترک، راه‌حل‌هایی عملی برای کاهش مشکلات ترانزیتی و تسهیل صادرات محصولات زراعتی افغانستان ارائه کنند. همچنین بر ضرورت ایجاد شفافیت و بهبود در روند صدور سرتفیکیت‌ها و تعرفه‌های گمرکی تأکید شد.
این اقدام بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای حمایت از دهقانان و افزایش درآمدهای زراعتی کشور است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازو سره د نویو پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» له استازو، سید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۹
Background image

میدان وردګو کې پر ۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغان سولې جوړوونکې بشري مؤسسې له لوري د دغه ولایت د چک ولسوالی په بندي چک سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۱۰
Background image

خوست کې د املوکو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي؛ سږ کال یې تولید ۳۴۲ ټنو ته رسېږي

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال پر مهال د املوکو په حاصلاتو کې د تېر کال. . .

بازگشت