د افغانستان او ازبکستان پلاوو په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۰:۳۰
د افغانستان او ازبکستان پلاوو په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان په مشرۍ د ازبکستان لوړپوړي پلاوي په ننګرها ولایت کې د ننګرهار د کرنې او کانال ریاستونو د کرنې او مالدارۍ سکتور دمختلفو برخو څخه څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ازبکستان د کرنې وزارت مرستيال ابدوذوکروف جمشید، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن، د کانال امارتي شرکت رییس، د کرنې وزارت د غله جاتو رییس او د کرنې وزارت سلاکارانو ګډون درلود.
 یاد پلاوي د ننګرهار کې  درونټي برېښنا بند، حیبیب حسام پولټرې کمپلیکس، د سټروسو څاڅکو اوبخور بڼوالۍ، ننګرهار د مېوو ملي کلکسون او شیشم باغ څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
دغه راز د ننګرهار دکرنې ریاست مسئولینو د لیدنې پر مهال ازبکستاني پلاوی ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې معلومات وړاندې کړل او هم یي د لابراتوارونو تجهیز، تجاربو شریکولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
همداراز، د دې لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې پر لارو چارو هم خبرې اترې وکړې.

هیئت بلندپایه ازبکستان و افغانستان از فعالیت‌های زراعتی و مالداری در ننگرهار بازدید کردند
۱۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت‌های بلندپایه از دولت جمهوری ازبکستان و وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در یک سفر رسمی به ولایت ننگرهار، از بخش‌های مختلف فعالیت‌های زراعتی و مالداری این ولایت بازدید کردند.
در این سفر، ابدوذخروف جمشید، معین وزارت زراعت ازبکستان، همراه با رؤسای بخش‌های زراعت، مالداری، قرنطین و حفاظه گیاهی آن کشور، حضور داشتند. از جانب افغانستان، ملا آغاجان "حاجی‌سالم"، معین مالی و اداری وزارت زراعت، همراه با تعدادی از رؤسا و مشاوران این وزارت، هیئت را همراهی می‌کردند.
هدف از این بازدید، بررسی ظرفیت‌های زراعتی و تقویت همکاری‌های تخنیکی و تجارتی میان دو کشور در بخش زراعت و مالداری عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت