د افغانستان او ازبکستان پلاوو په بلخ کې د مفید ګروپ شرکتونو له مرکز څخه لیدنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
د افغانستان او ازبکستان پلاوو په بلخ کې د مفید ګروپ شرکتونو له مرکز څخه لیدنه

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان او ازبکستان لوړپوړي پلاوي په بلخ ولایت کې د مفید ګروپ شرکتونو له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه او د دغه شرکت د کورنیو تولیداتو فعالیتونه یې وستایل.
په دې لیدنه کې د ازبکستان د کرنې وزارت مرستيال ابدوذوکروف جمشید، د اوبو وزارت مرستیال قرشیوف رستم، د کرنې، مالدارۍ او اوبو څلورو مسلکي رئیسانو، د افغانستان داوبو او انرژۍ وزارت مرستيال مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده، د کرنې وزارت د غله‌جاتو رئیس مولوي مصباح‌الدین مستعین، د څېړنو او ترویج سلاکار میرویس خوګیاني، د کرنې وزارت حقوقي سلاکار بشیر احمد پیام، او د بلخ د کرنې رئیس قاري محمد موسی مبین ګډون درلود.
د مفید ګروپ شرکت مسئولینو د لیدنې پر مهال د خپلو تولیدي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې دا فعالیتونه د غوړیو، صابون، د چرګ، کبانو او څارویو خوراکې، جوس او نوشابو په تولید تمرکز لري.
د دواړو هېوادونو پلاوو د یاد شرکت پانګونه او هڅې وستایلې او دا یې د افغانستان د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د کورنیو تولیداتو د پراختیا په لور یو مهم ګام وباله.
همداراز، د دې لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې پر لارو چارو هم بحث وشو.

بازدید هیئت افغانستان و ازبکستان از مرکز کمپنی‌های مفید گروپ در بلخ
۱۰ ثور  ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت بلندپایه افغانستان و ازبکستان از مرکز گروپ کمپنی‌های مفید گروپ در ولایت بلخ دیدن کرد و از فعالیت‌های این نهاد در زمینه تولیدات داخلی قدردانی نمود.
در این بازدید، ابدوذوکروف جمشید معین وزارت زراعت، قرشیوف رستم معاون وزارت آب، چهار تن از رؤسای مسلکی زراعت، مالداری و آب ازبکستان، مجیب‌الرحمان عمر آخندزاده معین وزارت انرژی و آب افغانستان، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس غله‌جات وزارت زراعت، میرویس خوگیانی مشاور تحقیق و ترویج، بشیراحمد پیام مشاور حقوقی وزارت زراعت و  قاری محمد موسی مبین رئیس زراعت بلخ حضور داشتند.
مسؤولان شرکت مفید گروپ در این دیدار معلوماتی درباره فعالیت‌های تولیدی‌شان در بخش‌های تهیه روغن، صابون، خوراکه مرغ، ماهی، حیوانات، جوس و نوشابه ارائه کردند.
هیئت دو کشور از سرمایه‌گذاری و تلاش‌های مسؤولان این شرکت ستایش کردند و آن را گامی مهم در جهت خودکفایی اقتصادی و رشد تولیدات داخلی افغانستان خواندند.
همچنین در جریان این دیدار، روی تقویت همکاری سکتور خصوصی دو کشور و استفاده از فرصت‌های مشترک اقتصادی میان افغانستان و ازبکستان بحث و گفت‌وگو صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت