د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې وزیر د ترکیې د پارلمان له رییس سره وکتل

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۰:۵۴
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې وزیر د ترکیې د پارلمان له رییس سره وکتل

۲۰ کب ۱۳۹۹
د افغانستان اسلامي جمهوریت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې جمهوري حکومت په پلازمېنه انقره کې، د ترکیې د ځنګلوالۍ او کرنې وزیر سره د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، د ترکیې د پارلمان له رییس مصطفا شینتوب سره وکتل او د افغان-ترکیې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغان-ترکیې د اړیکو د پیاوړتیا پر بېلابېلو برخو ټینګار وکړل.
د ترکیې د پارلمان رییس له افغانستان سره د ترکیې د اړیکو پر نوي پړاو خبرې وکړې. د ترکیې د پارلمان رییس د افغانستان د کرنې له وزیر څخه ترکیې ته د راتګ په پار مننه وکړه او دکرنې وزیر ته یې وویل: «ستاسو په راتګ سره د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ همکارۍ او اړیکې لاډېر ښه کېږي.»
وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، په تېرو ۲۰ کالو کې افغانستان سره د ترکیې له همکاریو او مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: «افغانستان او ترکیې لرغونې اړیکې لري او په وروستیو کلونو کې یادې اړیکې لا پیاوړي او پراخې شوي دي.»
په دې لیدنه کې د نورم او اسټنډرډ ملي ادارې رییس عزیز احمدزی، په انقرې که د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال او له افغانستان څخه دکرنې وزیر یوشمېر نور مل پلاوي او د اروپا د ګډ کمیسیون مشر اسماعیل امره قره یول، د افغانستان او ترکیې د دوستۍ د ډلې رییس ابراهیم آیدن او د ترکیې د کرنې او کلیو پراختیا کمیسیون مشر پروفیسور یونس قلیچ شتون درلود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت