د ازبکستان له تخنیکي پلاوي سره د کرنیزو محصولاتو د نندارتون په څنډه کې د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۵:۴۵
د ازبکستان له تخنیکي پلاوي سره د کرنیزو محصولاتو د نندارتون په څنډه کې د کرنې وزیر لیدنه


۱۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل په بادام‌باغ کې جوړ شوي، د کرنې او مالدارۍ محصولاتو نندارتون په څنډه کې،  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبکستان د کرنې وزارت له لوړپوړي تخنیکي پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د مالي او اداري چارو مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم» او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ګډون درلود، د ازبکستان د کرنې وزارت له مرستیال ابدوذکروف جمشید او ورسره پلاوي سره خبرې وشوې.
دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنیز سکتور د همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ او د تخنیکي اړیکو پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او ګډو کرنیزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
د دې ناستې له پای ته رسېدو وروسته، د ازبکستان پلاوي د کرنې او مالدارۍ له نندارتون څخه لیدنه وکړه او د نندارتون بېلابېلې غرفې یې ننداره کړې.
یاده لیدنه د کابل په بادام‌باغ کې د جوړ شوي نندارتون په څنډه کې ترسره شوه، چېرې چې کورني او بهرني تولیدوونکي او بنسټونه برخه‌وال وو او بزګرانو او سوداګرو ته یې د کرنیزو اړیکو د پراخولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.


ملاقات وزیر زراعت با هیئت تخنیکی ازبکستان در حاشیه نمایشگاه محصولات زراعتی 
۱۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با هیئت بلندپایه تخنیکی وزارت زراعت ازبکستان در حاشیه نمایشگاه  محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل دیدار کرد.
در این دیدار که مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به همراه مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، ملا آغاجان حاجی سالم معین مالی و اداری و مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری شرکت داشتند، با ابدوذکروف جمشید معین وزارت زراعت ازبکستان و هیئت همراهش گفت‌وگو نمودند.
دو طرف در این ملاقات روی گسترش همکاری‌ها میان افغانستان و ازبکستان در سکتور زراعت گفت‌وگو کرده و بر تقویت روابط تخنیکی، تبادل تجربیات و همکاری‌های مشترک زراعتی تأکید کردند. پس از پایان این نشست، هیئت ازبکستانی از نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری بازدید به عمل آورد و از غرفه‌های متعدد آن دیدن کرد.
این دیدار در حاشیه نمایشگاه  بادام‌باغ کابل انجام شد که با حضور نهادها و تولیدکنندگان داخلی و خارجی، فرصت مناسبی برای گسترش روابط زراعتی میان دهاقین و تجار فراهم کرده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت