د ازبکستان د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي د بادام‌باغ څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۵:۵
د ازبکستان د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي د بادام‌باغ څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه


۱۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ازبکستان دکرنې وزارت د مرستیال ابدوذکروف په مشرۍ د ازبکستان د جمهوریت د کرنې وزارت یوه پلاوي د کابل د بادام‌باغ څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه. دغه پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت له مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان، او همداراز د یاد وزارت له یو شمېر رییسانو او سلاکارانو سره ولیدل.
د لیدنې په پیل کې، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ازبکستاني پلاوي هرکلۍ وکړ او په څېړنیزو برخو، د بوټو ساتنې، د مالدارۍ پرمختګ، اوبولګولو او بڼوالۍ برخو کې د همکاریو پر پراخوالي ټینګار وکړ، او له ازبکستانه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
وروسته، د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال هم وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې په بڼوالۍ، اوبولګولو، د نباتاتو قرنطین او د افغان کارکوونکو او زده کړیالانو د روزنې په برخو کې همکاري وکړي.
دغه راز یاد پلاوي د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له څېړنیز لابراتوار څخه هم لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د دغې برخې متخصصینو د خپلو روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هیئت تخنیکی وزارت زراعت ازبکستان از فارم تحقیقاتی بادام‌باغ دیدن کرد
۱۱ ثور ۱۴۰۳ ه‍.ش
هیئتی از وزارت زراعت جمهوری ازبکستان به سرپرستی ابدوذکروف، معین این وزارت، از فارم تحقیقاتی بادام‌باغ در کابل دیدن کرد. این هیئت در جریان سفرش با ملاآغاجان، معین مالی و اداری وزارت زراعت افغانستان و شماری از روسا و مشاوران این وزارت ملاقات نمود.
در آغاز این دیدار، معین مالی و اداری وزارت زراعت ضمن خوش‌آمدگویی به هیئت ازبکستانی، بر گسترش همکاری‌ها در زمینه‌های تحقیقاتی، حفاظت نباتات، انکشاف مالداری، آبیاری و باغداری تأکید کرد و خواستار همکاری بیشتر ازبکستان در این بخش‌ها شد.
سپس، معین وزارت زراعت ازبکستان نیز از آمادگی کشورش برای همکاری در بخش‌های باغداری، آبیاری، قرنطین نباتی و آموزش کارمندان و محصلان افغان خبر داد.
در ادامه، هیئت از لابراتوار تحقیقاتی ریاست حفاظت و قرنطین نیز بازدید کرد و متخصصان این بخش در مورد فعالیت‌های جاری معلومات ارائه نمودند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت