د اراضۍ لوی ریاست؛ فراه او نیمروز ولایتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۴
د اراضۍ لوی ریاست؛ فراه او نیمروز ولایتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه فراه او نیمروز ولایتونو کې د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا په لاره اچول شوی په فراه او نیمروز ولایتونو کې په داسې حال کې، چې اراضۍ لوی ریاست د املاکي شخړو ته د رسېدنې رییس مولوي محمد حنیف هارون، د دغه ولايت د کرنې، کور او ښارجوړونې، ښاروالۍ، مصتوفیت، کانونو او پټروليم او  چاپېريال ساتنې ریاستونو مسؤلين شتون درلود د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراادآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د دواړو ولايتونو مسؤلينو په خپلو ولايتونو کې په جلا توګه ددغه مسؤلیت د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ، آبادی او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.
د يادونې ده، چې ددغو ځمکو اسناد به د نور کړنو لپاره مرکز ته واستول شي، ترڅو د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا ځمکه په قانوني توګه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ولېږدول شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت