د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو لپاره تخصصي ورکشاپ دایر شو

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو لپاره تخصصي ورکشاپ دایر شو


۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې یو تخصصي او روزنیز ورکشاپ د افغان نړۍوال پوهنتون کې دایر شو.
یاد روزنیز پروګرام اووه ورځې دوام وکړ، او د کرنې وزارت د مسؤولینو، د کابل پوهنتون د استادانو او د افغان نړۍوال پوهنتون د مسؤولینو په شتون کې پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې د مالدارۍ په برخه کې تخصصي موضوعات تدریس شول، چې پکې د نوې څېړنیزې لارې چارې، د معلوماتو راټولونه، د پایلو تحلیل او د څېړنیزو موندنو په مټ د هېواد د مالدارۍ د پروګرامونو ښه‌والی شامل وو.
یاد پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د افغان نړۍوال پوهنتون ترمنځ د شوي تفاهم‌لیک پر بنسټ جوړ شوی و.
د کرنې وزارت چارواکو د ورکشاپ د پای غونډې پر مهال، د مالدارۍ په سکتور کې د علمي څېړنو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د کارکوونکو د مسلکي پوهې د لوړولو لپاره اړین وبلل.
د ورکشاپ ګډونوالو د روزنیزو مطالبو او د ورکشاپ د ښه تنظیم له امله خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول تخصصي پروګرامونه دې همداسې دوام ومومي.

 

برگزاری ورکشاپ تخصصی «تحقیق ساحوی» برای کارمندان ریاست تحقیقات مالداری
۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ورکشاپ آموزشی تخصصی تحت عنوان «تحقیق ساحوی» با هدف ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی کارمندان ریاست تحقیقات مالداری، در پوهنتون بین‌المللی افغان برگزار شد.
این برنامه آموزشی به مدت هفت روز ادامه یافت و با حضور مسئولین وزارت زراعت، استادان پوهنتون کابل و مسئولان پوهنتون بین‌المللی افغان به پایان رسید.
در این ورکشاپ، موضوعات تخصصی در عرصه تحقیقات مالداری از جمله روش‌های نوین تحقیقاتی، جمع‌آوری داده‌ها، تحلیل نتایج و کاربرد یافته‌ها در بهبود برنامه‌های مالداری کشور، برای اشتراک‌کنندگان تدریس شد.
این برنامه آموزشی بر اساس تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و پوهنتون بین‌المللی افغان راه‌اندازی شده است.
مسئولان وزارت زراعت در مراسم اختتامیه، بر اهمیت تحقیقات علمی در رشد و توسعه سکتور مالداری تأکید کرده، برگزاری چنین برنامه‌هایی را در ارتقای دانش مسلکی کارمندان حیاتی دانستند.
اشتراک‌کنندگان با ابراز رضایت از محتوای آموزشی و شیوه برگزاری این ورکشاپ، خواستار ادامه و تکرار این‌گونه برنامه‌های تخصصی در آینده شدند

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۲۷
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د سکټور د سوداګریز کولو ورکشاپ دایر شو

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اصلاح شويو تخمونو د تولید او تنوع د سوداګریز کولو د لارې نقشې د جوړولو په موخه مشورتي ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

ننګرهار کې سږ کال د جلغوزیو ځنګلونو څخه څه باندې ٩٠ متریک ټنه جلغوزې ترلاسه شوي

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس سږ کال په ننګرهار کې د جلغوزیو خنګلونو څخه ٩٠.٣ مټریک تنه خالص جلغوزې ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۴۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجرایوي مدیر مسعود روضاتي او ورسره مل پلاوي سره. . .

بازگشت