دکرنې وزیر ولسي کتنې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۱۷:۲۱
دکرنې وزیر ولسي کتنې


۲۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري له یوشمېر سوداګرو، بزګرانو، مالدارانو او د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر اوسیدونکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دغو کتنو کې دکرنې وزیر د مراجعینو ستونزې، وړانديزونه او نظرونه واورېدل او اړوندو چارواکو ته د دوی د ستونزو هوارولو په پار لازمې سپارښتنې وکړې.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د مراجعینو ستونزو ته رسېدنه خپل کاري لومړيتوب وبلل او اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د بزګرانو، مالدارانو او پانګوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار هر راز هلې ځلې وکړي.

دیدارهای مردمی وزیر زراعت
۲۷ حمل ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با شماری از  دهقانان، مالداران، تجار و باشنده گان ولایات مختلف کشور دیدار کرده و مشکلات ‌شان را استماع نمود.
در این دیدارها وزیر زراعت مشکلات، پیشنهادات و نظریات مراجعین را استماع نموده و هدایت لازم را جهت حل مشکلات‌شان به مسوولان مربوطه سپرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت رسیدگی به امور مراجعین را از اولویت‌های کاری خود دانسته و به مسوولان مربوطه هدایت داد تا  در رسیده‌گی به عرایض دهقانان، مالداران و سرمایه‌گذاران از هیچ تلاشی دریغ نورزند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

میدان وردګو کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د خوسکیو وېش

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لورې د ننګرهار په هسکه مېنه، کوټ او روداتو ولسوالیو کې ٢٠٠ بې وزله. . .

بازگشت