دکرنې وزیر سمنګان ته د خپل سفر په ترڅ کې د خلکو د دسترخوان ډکول او غوړول د کرنې وزارت مسوولیت وګڼل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۰:۴۴
وزیر زراعت در سفر به سمنگان رنگین‌سازی سفره‌های مردم را از مسوولیت‌های وزارت زراعت دانست

۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې سمنګان ولایت ته سفر وکړ او د یوې سترې ولسې غونډې په ترڅ کې یې د خلکو په دسترخوان کې د بدلون او د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ. 
په دې غونډه کې د سمنګانو والي داملا شعيب رسالت، امنيه قوماندان مولوي حبيب الله شاکر، د کرنې وزارت يو شمېر رییسانو او متخصصينو او د سمنګان ولایت د سيمه ييزو رياستونو رییسانو او یوشمېر اوسېدونکو ګډون کړى و.
په یاده غونډه کې د کرنې وزیر د خلکو په ژوندانه کې د بدلون راوستل او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت ښه کول د کرنې وزارت له مسوولیتونو څخه وګڼل او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې شپه او ورځ کار کوي.
ددې غونډه په ترڅ کې دغه راز د کرنې له کارکوونکو سره د ځمکې غصب مخنیوي او د عشر او زکات په راټولولو کې د اماراتو د چارواکو پر همکارۍ او ملاتړ هم خبرې اترې وشوې.
ورپسې د سمنګان ولایت د علماوو شورا رییس مولوي محراب الدین عرفاني کرنه او مالدارۍ دوه مهم مسلکونه وبلل او ویې ویل، چې کرنه او مالدارۍ په دین کې ځانګړی ځای لري او د ودې لپاره یې باید په ګډه کار وکړو، ځکه چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره کرنې ته اړتیا ده. نوموړي دغه راز د کرنې وزارت د پلانونو د ملاتړ اعلان وکړ.

وزیر زراعت در سفر به سمنگان رنگین‌سازی سفره‌های مردم را از مسوولیت‌های وزارت زراعت دانست
۶ سرطان ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی‌ عطاءالله عمری وزیر‌ زراعت آبیاری ‌‌ و مالداری و هیئت همراهش به سلسله سفر به ولایت‌های شمال کشور به ولایت سمنگان سفر کرده و طی نشست بزرگ مردمی تاکید بر آوردن تغییر بر سفره مردم و رنگین‌سازی آن کرد.
این  مجلس  با حضور داملاشعیب رسالت والی ولایت سمنگان، مولوی حبیب الله شاکر قوماندان امنیه،  شماری از روئسا و متخصصین وزارت زراعت، روسا ادارات محلی و‌ باشندگان‌ سمنگان حضور داشتند.
در این مجلس وزیر زراعت  آوردن تغییر‌ در دسترخوان مردم ‌‌ و بهتر شدن وضعیت اقتصادی دهقانان و مالداران را  از مکلفیت های وزارت زراعت دانسته و   تاکید کرد ‌‌در این عرصه شب و روز کار می‌کنند. 
در این برنامه همچنین پیرامون همکاری و حمایت مسوولان امارتی در جلوگیری از عصب زمین ‌ و جمع آوری عشر و زکات با کارمندان زراعت گفتگو صورت گرفت
بعدا مولوی محراب الدین عرفانی رییس شورای علمای ولایت سمنگان زراعت و مالداری را دو پیشه مهم عنوان نمود و گفت که  زراعت و مالداری در دین جایگاه خاص دارد و  برای رشد آن باید به گونه مشترک کار شود چون برای از بین بردن فقر ‌‌ و کاهش مشکلات اقتصادی به زراعت نیاز است. وی همچنین  از برنامه های وزارت زراعت اعلان و حمایت کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت