دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۰:۲۹
دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، نن دخپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن آمنه محمود او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو همکاریو او دغه راز د کرنې او خوړو خوندیتوب پر پرمختیا خبرې اترې وکړې.
د ملګرو ملتونو استازې وویل: «افغانستان ته زموږ د سفر موخه؛ په بېلابېلو برخو لکه کرنه، ښوونه او روزنه، کار، د مېرمنو ملاتړ او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو ملاتړ په پار د دوه اړخیزو او دوامدار مشارکت په پار د اسلامي امارت د چاراکو نظرونه اورېدل دي؛ د ملګرو ملتونو ټولې چارې د خلکو د ژوند ښه کولو په موخه ده، هلې ځلې کوو، چې ملتونو ته مرستې وکړو.»
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې آغلې محمود ته ښه راغلاست او د هغې د راتګ هرکلۍ وکړ. ښاغلی عمري وویل: «دکرنې او مالدارۍ په برخه کې غوره فرصتونه او امتیازات لرو، له بده مرغه ۴۰ کلنه جګړه په یادو برخو کې زموږ د شاته پاته کېدو لامل شوی دی، که په دغو برخو کې کار ووشي، خلک له کډوالۍ، بېوزلۍ او بیکارۍ څخه خلاصېږي، د جګړې په کلونو کې موږ و نتوانېدو چې د خپل هېواد له خاورې، اوبه او مناسب اقلیم څخه ګټه پورته کړو، اوس یې شرایط مساعد شوی دی، کار کوو او ستازو ملاتړ ته اړتیا لرو.»
ښآغلی عمري زیاته کړه، چې د افغانستان ډېری نارینه او ښځې په دودیزه کرکېله بوخت دي اړتیا ده، چې په دغه برخه کې کارووشي.
«د افغانستان نارینه او ښځې، چې دکرنې په برخه کې مصروف دي، د میکانیزه کرکیلي پر لارو چارو نه پوهېږي، په هماغه پخواني او زاړه لارې چارې کر کېله کوي اړتیا ده، چې په دې برخه کې کار ووشي او دوی له میکانیزه کرکیلې سره بلد شي، هلې ځلې کوو، چې په دې برخه کې کار وکړو، اړتیا ده، چې ملګري ملتونه او نړیوالې ادارې هم په دې برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.»د
دکرنې وزیر د افغانستان اقلیم هر ډول نباتاتو کرکیلې ته مساعد وباله او دکرنې د ودې په پار د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتونکی شو:«د افغانستان اقلیم هر ډول نباتاتو کرکیلې ته مساعد دی، د بېلګې په توګه په ختیځو ولایتونو کې سټروس، خرما او سابه ښه حاصل ورکوي، په جنوبي ولایتونو کې انجیر او انار، دغه راز په شمال کې مېوې لکه مڼه، ناک، هندواڼه، خټکي او غلې دانې ښه حاصل ورکوي، په لوېدیځ کې بیا د بزګرانو په حاصل کې زعفران پېژندل شوی څېړه ده.»
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د مېرمنو د برخې رییس مېرمن سیما باهوس، په منځنۍ ختیځ کې د ملګرو ملتونو ادارې مرستیال محمدخالد خیري، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی رضاءاتون بایي فا، د بشرحقوقو د پرمختګ او ملاتړ په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی استازی رامز الکباروف، په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو استازی مارکوز پوټزل، د مېرمنو په برخه کې د ملګروملتونو هېوادنۍ مرستیالې الایسون دیفیډین، د سیاسي برخې ستر مسوول جین فیلیپ برنارډیري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې رییس ریچارډ ټرین چارډ د ملګروملتونو د سرمنشي مرسیتالې ملتیا کوله.

دیدار وزیر زراعت با معاون دبیر کل سازمان ملل متحد
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با خانم آمنه محمد معاون دبیر کل سازمان ملل متحد و هیئت همراه شان دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف روی همکاری‌های دوجانبه، پیشرفت زراعت و مصونیت غذایی صحبت نمودند.
 در این دیدار آمنه محمد معاون دبیر کل سازمان ملل هدف سفر شان را به افغانستان شنیدن نظریات مسوولان ا.ا.ا یاد کرده و افزود:" هدف سفر ما به افغانستان شنیدن نظریات مسوولان امارت اسلامی جهت مشارکت دوامدار در زمینه‌های مختلف چون زراعت، تعلیم، کار، حمایت از زنان و محصوولات زراعتی افغانستان می‌باشد، هر کار سازمان ملل برای بهبود زندگی مردم است، کوشش می‌کنیم به ملت‌ها کمک نمائیم".
 در همین حال مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری تشریف آوری معاون دبیرکل سازمان ملل و هیئت همراه شان را خیر مقدم گفت افزود:" فرصت‌ها و امتیازهای بهتری در زمینه زراعت و مالداری داریم، بدبختانه جنگ چهل‌ساله مانع کار و عقب‌ماندن ما در این دو بخش مهم‌ شده‌است، اگر در این عرصه‌ها کار شود مردم از مهاجرت، بیکاری و فقر خلاص می‌شوند، در سال‌های جنک نتوانسیتم از خاک، آب و اقلیم مناسب کشور خود استفاده کنیم، حالا شرایط مساعد شده کار می‌کنیم و نیاز به حمایت شما نیز داریم".
آقای عمری افزود که بیشتر زنان و مردان افغانستان در زراعت سنتی مشغول می‌باشند و نیاز است در این بخش کار شود.
" زنان و مردان افغانستان که در بخش زراعت مصروف می‌باشند، از روش‌های زراعت نوین چیزی نمی‌دانند، با همان زراعت کهنه و سابقه کار می‌کنند، نیاز است که در این بخش کار شود و به زراعت نوین آشنایی حاصل کنند، کوشش داریم که در این بخش کار کنیم و تحول بیاوریم، ضرورت است که سازمان ملل و سازمان‌های جهانی نیز همکار ما باشند".
وزیر زراعت اقلیم افغانستان برای کشت هر نوع نبات مساعد دانسته و خواستار همکاری سازمان ملل به منظور رشد زراعت شد :" اقلیم افغانستان برای کشت هر نباتی مساعد است، مثلا در ولایت‌های زون شرق ستروس، خرما و سبزیجات خوب حاصل میدهد، در ولایت‌های جنوب میوه‌های انجیر و انار، همین‌گونه در شمال میوه‌هایی چون سیب، ناک، تربوز، خربوز و غله حاصل بهتر می‌دهد، در غرب هم زعفران چهره‌ آشنا در حاصل دهقانان می‌باشد".
در این دیدار خانم سیما باهوس رئیس بخش زنان سازمان ملل، محمدخالدخیری معاون سازمان ملل در بخش آسیای میانه، رضاء اتون‌بایی‌فا نماینده خاص سازمان ملل، رامز الکباروف معاون خاص سازمان در بخش حمایت و پیشرفت حقوق بشر، مارکوز پوتزل معاون سازمان ملل در بخش سیاسی، الایسون دیفیدین معاون کشوری سازمان ملل در بخش زنان، جین فیلیپ برناردیری مسوول ارشد بخش سیاسی، ریچارد ترین‌چارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان معاون سازمان ملل را همرایی می‌نمودند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت