دکرنې وزیر د تورخم پرپوله کډوالو ته د مرستې رسونې په پار د ګمارل شویو کمېټو چارې و څارلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۰:۲۵
دکرنې وزیر د تورخم پرپوله کډوالو ته د مرستې رسونې په پار د ګمارل شویو کمېټو چارې و څارلې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوی د تورخم پولې په صفري نقطه کې کډوالو ته د مرستې رسونې په پار د ګمارل شویو کمېټو چارې و څارلې.
د دې څارنې پر مهال په تورخم کې د مسوولو ادارو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه د کرنې وزیر او ورسره پلاوي ته معلومات ورکړل.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست آمر او د يادې کمېټې غړی قاري محمد ظاهر د روغتيايي فعاليتونو، د راستنيدونکو د ثبت، د ستونزو ته د رسېدنې، لېږد او د خوراکي توکو د رسولو په اړه معلومات ورکړل.
د کرنې وزیر ددغو کمېټو په دفترونو او خونو کې د یادو کمېټو د چارو لړۍ څخه هم لیدنه وکړه.
ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې وزیر سره، چې کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ځمکو اجارې او لېږد د کمیټې مسوول دی، د مالیې، سوداګرۍ او صنایعو، کډوالو، ښار جوړونې او د چارو ادارې رییسانو او دغه راز د ننګرهار د کرنې رييس  مولوي عبدالستار، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس مولوي مصباح الدين مستعين او د کرنې وزارت د دفتر رييس ملا حسين احمد خورشيد يې ملتیا کوله.

وزیر زراعت از جریان کار کمیته‌های موظف به رساندن کمک به مهاجرین در بندر تورخم نظارت نمود
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش  از جریان فعالیت کمیته‌های موظف جهت رسیدگی به امور مهاجرین در نقطه صفری بندر سرحدی تورخم نظارت نمود.
در جریان این نظارت نماینده گانی از ادارات موظف در تورخم در مورد فعالیت‌های شان به وزیر زراعت و هیئت همراهش  معلومات دادند.
قاری محمد ظاهر آمر مهاجران ولایت ننگرهار و عضو کمیته پیرامون فعالیت‌های صحی، ثبت بازگشت کننده گان، رسیدگی به مشکلات، انتقال، رساندن مواد خوراکی معلومات داد و وزیر زراعت از جریان کار این ادارات در اتاق‌ها و دفاتر این کمیته ها دیدن نمودند.
در جریان این نظارت  وزیر زراعت که مسوولیت کمیته اجاره دهی زمین و انتقال ملکیت کمیسون عالی رسیدگی به مهاجرین را به عهده دارد را روسائی از وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت، مهاجرین، شهرسازی، اداره امور، مولوی عبدالستار رییس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و  ملا حسین احمد خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت که عضو کمیته می‌باشند همرایی می‌نمودند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت