دکرنې وزیر د ترکیې د یوې مرستندوی بنسټ چارواکو سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۲:۵۹
دکرنې وزیر د ترکیې د یوې مرستندوی بنسټ چارواکو سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د yetimler vakfi په نوم د ترکیې د یوې مرستندوی بنسټ چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د یاد بنسټ چارواکو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور دکرنې وزیر سره شریک کړل او د خپلو برنامو پلي کولو په برخه کې دکرنې وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول، یاد بنسټ د کورنیو د ځان بسیاینې په موخه د امانت په بڼه د توکو په ورکړې سره مرسته کوي.
دغه راز د یاد بنسټ چارواکو د کرنې وزارت د کارکوونکو د وړتیاوې لوړلو په پار هم خپل چمتووالی څرګند کړل او دکرنې وزارت څخه یې و غوښتل، چې ددې وزارت یوشمېر کارکوونکي دې یاد بنسټ ته معرفي کړي، چې ورته لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه دائر شي.
یاد بنسټ د کرنې له وزارت څخه و غوښتل، چې د مستحقو کسانو په پیداکولو کې دې ورسره مرسته وکړي او د اړمنو یو لیست دې له دوی سره شریک کړي چې پر بنسټ يې دوی له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
دکرنې وزیر د ترکیې  مرستندوی بنسټ د فعالیتونو او کړنو د راپور تر اورېدو وروسته د دوی د فعالیتونو هرکلی وکړ او دکرنې وزارت د شته امکاناتو په محدوده کې له دوی سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان یک نهاد مدت رسان ترکی 
۲۲ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مسوولان یک نهاد مدت رسان ترکی  بنام Yetimler Vakfı دیدار کرد.
مسوولان نهاد متذکره گزارش فعالیت‌ها و کار کرد های خویش را با وزیر زراعت شریک ساخته و خواهان همکاری وزارت زراعت در تطبیق برنامه های شان شدند این نهاد در قسمت خود بسنده گی خانواده ها با امانت گذاری سپرده ها کمک می کند.
این نهاد آماده گی خویش را در بخش بلند بردن ظرفیت کارمندان وزارت زراعت اعلام کرده و از وزارت زراعت خواست تا شماری از کارمندان وزارت زراعت را معرفی نماید که برای شان برنامه های آموزشی کوتاه مدت  در بخش های تخصصی زراعت و مالداری برگزار شود.
نهاد متذکره همچنان از وزارت زراعت خواست تا در قسمت دریافت نیازمندان مستحق برای شان کمک نماید و یک لیستی از نیازمندان را با آنها شریک نماید که به اساس آن کمک های شان را ارایه نمایند.
وزیر زراعت پس از استماع گزارش فعالیت ها و کارکرد‌های نهاد مدت رسان ترکی از فعالیت‌های شان استقبال کرده و اطمینان همکاری را در محدوده امکانات وزات زراعت برایشان سپرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت