دکرنې وزارت په مشرۍ د کونړ او نورستان ولایتونو د سرحدي ستونزو د حل په موخه د پلاوي سفر 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۵۷
دکرنې وزارت په مشرۍ د کونړ او نورستان ولایتونو د سرحدي ستونزو د حل په موخه د پلاوي سفر 

١۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د هوز کلي او د نورستان ولایت ودانت وایگل ولسوالۍ ارنس کلي اوسیدونکو ترمنځ د سرحدي سیمو او ځمکو به سر د رامنځته شویو ستونزو د هراړخيزې ارزونې په موخه یو ګډ پلاوي چې مشري یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د سروې کدستر رییس مولوي سید عبدالواحد هارون کوي او پکې د کورنیو چارو وزارت، د احصایې او اطلاعاتو ادارې او د قومونو او قبایلو چارو وزارت استازي شتون لري د يادې موضوع په تړاو ګمارل شوي دي.
یاد پلاوي کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي قدرت الله ابوحمزه او اړوندو چارواکو سره په کتنه کې د دې ستونزې د حل په موخه خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کونړ والي مولوي قدرت اللّٰه ابوحمزه ياد پلاوي ته د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له ټولو مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې د يادې موضوع په تړاو دې خپل هراړخيزې ارزونې وکړي او د دواړو ولايتونو سرحدي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د يادونې ده، چې ګډ پلاوی به د يادې موضوع په اړه د کونړ ولایت څخه وروسته نورستان ولایت ته هم سفر وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت