دکرنې وزارت مسلکي مرستیال د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د ځنګلونو د خوندیتوب طرحه بیان کړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۰:۶
دکرنې وزارت مسلکي مرستیال د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د ځنګلونو د خوندیتوب طرحه بیان کړه


۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ننګرهار په ولایت کې د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو او د ختیځو ولایتونو د یوشمېر چارواکو په ګډون د رسنیز کنفرانس له لارې د ځنګلونو د خوندیتوب طرحه تشریح او د سیمه ییزو چاراکو له خوا د یادې طرحې د جدي تطبیق غوښتنه وکړه.
مولوی صدراعظم د ځنګلونو پرېکول او د لرګیو قاچاق غیر قانوني وبلله او ویې ویل: «ځنګلونه د دولت ملکیت دی، او هیڅ څوک ددې حق نه لري، چې له ځنګلونو څخه په شخصي توګه ګټه پورته کړي.»
هغه د ختیځو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو څخه وغوښتل، چې د ځنګلونو د خوندیتابه طرحه دې په جدي توګه تطبیق کړي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.
دغه راز ددې کنفرانس په ترڅ کې، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین له خوا د ځنګلونو د خوندیتوب د ۱۱ ماده ییز طرحې په هکله چارواکو او خبریالانو ته بشپړ معلومات وړاندې شول.
یاده طرحه چې په ګډه د کرنې، ماليې، کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د استخباراتو لوی رياست له خوا جوړه شوې او د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا تصویب شوې ده، په کې د چهار تراش د لرګیو قاچاق په بشپړ ډول منع شوې او په هېواد کې د ننه د چهار تراش لرګیو د لېږد، د لرګیو صنعت کارانو له خوا له لرګیو څخه د استفادې څرنګوالی بیان او پر یادو لرګیو د مالیې کچه ټاکل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت