دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۱:۸
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار سره وکتل

۲۰  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم سره دکتنې په ترڅ کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ سکټور د ځان بسیاینې پر طرحه خبرې وکړې.
د کرنې وزارت د وړاندیز پر اساس او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د منظورۍ پر بنسټ دکرنې وزارت مسوولیت لري، چې د افغانستان د اوسني فرصتبونو په رڼاکې(په پراخه کچه اوبه، هوا او ځمکې) دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د افغانستان د ځآن بسیاینې طرحه ترتیب او د افغانستان اسلامي امارت تر منظورۍ وروسته ورته ځانګړې بودیجه په پام کې ونیسي او طرحه پلي شي، ترڅو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او په یو پرځآن بسیا او مرفع هېواد بدل شي.
دکابینې د پرېکړې پراساس د یادې طرحې د پلي کولو په پار دکرنې وزارت د اوبو او انرژۍ وزارت، برښنا، د ملي پراختیا شرکت او د چارو ادارې سره په ګډه کار کوي، او ددې طرحې د ترتیب مسوولیت د کرنې زوارت پرغاړه ده.
دکرنې وزارت ددې طرحې د ترتیب او بشپړولو په پار د مالدارۍ، کرنې، بڼوالۍ، طبیعي سرچینو او خصوصي سکټور په پرخو کې داخلي کمېټې لري، چې دا کمېټې په یاده طرحه کار کوي او ځنځیري ارزښت ته په کتو یادې برخې په طرحه کې ځای پرځایوي.
دکرنې وزارت له خوا د یادې طرحې تر بشپړېدو او توحید وروسته د نظر غوښتنې په پار نورو اداراتو سره هم شریک کېږي، چې خپل نظرونه شریک او د پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي.
په همدې موخه د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د خپلو نظریاتو او وړاندیزونو وړاندې کولو په پار دکرنې وزارت ته راغلی و او له کاري ګروپونو سره یې خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل، او ټینګار یې وکړ، چې په طرحه کې د بزګرانو د وړتیا لوړول باید شامل شي، ځکه له بودیجې پرته کولای شو چې بزګران وروزو.
ښاغلی فاروق اعظم زیاته کړه، چې که موږ وکولای شو، چې بزګرانو ته نوې کرنیز ټکنالوژۍ ور وپېژنو کولای شو، چې کرنه له دودیز او عنعنوي بڼه پرمختللي بڼې ته واړوو.
هغه دغه راز د نورو هېوادونو له څېړنیزو تجربو څخه پر ګټنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې موږ باید له هغو ورایټونو څخه چې په نورو هېوادونو کې ښه پایلې ورکړي دي ګټه پورته کړو او خپلو بزګرانو ته د هغه د استفادې زمینه برابره کړو.
په همدې حال کې دکرنې وزارت مالي او ادارۍ مرستیال د ښاغلي اعظم له راتګ او د نظریاتو د شریکولو هرکلۍ وکړ او ویې ویل، چې دکرنې وزارت ژمن دی، چې دکرنې وزارت واقعا په یو خدماتي وزارت بدل کړي، ترڅو د افغانستان دکرنې او مالدارۍ سکټور ته په سمه توګه پراختیا ورکړي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با مشاور وزارت انرژی و آب 
۲۰ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با فاروق اعظم مشاور وزارت انرژی و آب دیدار  کرده و روی طرح خودکفایی سکتور زراعت و مالداری افغانستان بحث کرد.
به اساس پیشنهاد وزارت زراعت و منظوری کابینه امارت اسلامی افغانستان وزارت زراعت مسوولیت دارد تا طرح خودکفایی افغانستان در بخش زراعت و مالداری را در روشنی فرصت‌های فعلی افغانستان ( آب و هوا و زمین فراوان) ترتیب کرده  و بعد از منظوری امارت اسلامی افغانستان برایش بودیجه مشخص در نظر گرفته شده و طرح تطبیق گردد تا افغانستان به پا خود ایستاده شود و به یک کشور خودکفا و مرفع تبدیل شود.
غرض تطبیق این طرح وزارت زراعت طبق فیصله کابینه به گونه مشترک با ادارات چون وزارت انرژی و آب، برق، شرکت انکشاف ملی و اداره امور کار می نمایند که مسوولیت ترتیب این طرح به عهده وزارت زراعت است.
وزارت زراعت غرص ترتیب و تکمیل این طرح کمیته‌های داخلی در بخش‌های چون مالداری، زراعت، باغداری، منابع طبیعی و سکتور خصوصی دارند که این کمیته‌ها بالای طرح متذکره کار کرده و با در نظر داشت زنجیره ارزش بخش‌های متذکره آن را در طرح جا بجا می کنند.
پس از این که طرح از جانب وزارت زراعت تکمیل و توحید شد به سایر ادارت غرص نظرخواهی شریک در پیش‌برد این طرح جهت تطبیق پیش‌کش می‌شود.
به همین منظور داکتر فاروق اعظم مشاور وزارت انرژی و آب جهت اراییه نظریات و پیشنهادات شان به وزارت زراعت آمده بودند و پیشنهادات خویش را با گروپ‌های کاری شریک ساختند و تاکید کردند که باید ارتقای ظرفیت دهاقین در طرح شامل ساخته شود چون بدون بودیجه می‌شود که دهقانان را آموزش داد.
آقای فاروق اعظم افزود اگر ما بتوانیم که تکنالوژی‌های جدید زراعتی را به دهقانان معرفی کنیم می توانیم که زارعت را از شکل سنتی و عنعوی آن به شکل مدرن و پیشرفت تغییر بدهیم.
وی همچنان تاکید بر استفاده از تجارب تحقیقاتی سایر کشور ها کرد و گفت ما باید از ورایتی های جدید که در سایر کشور ها نتیجه خوب داده استفاده نمایم و زمینه استفاده آن را برای دهقانان خود مساعد نماییم.
 در همین حال معین مالی و اداری در این دیدار تشریف آوری و شریک ساختن نظریات آقای اعظم سپاسگزاری کرده گفت رهبری وزارت زراعت مصمم هستند تا وزارت زراعت را یک وزارت واقعا خدماتی مبدل  بسازند تا بتواند سکتور زراعت و مالداری افغانستان را  به وجه احسن آن انکشاف بدهند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۲۳
Background image

کندهار څخه روسیې ته د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، د «کندا فروټ» خصوصي شرکت له‌خوا روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د کرنې وزارت د اطلاعاتو اوعامه پوهاوی رییس او ویاند د کندهار په ولایت کې د میلکو شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتواو عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له رییس سره وکتل

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د اسلامي امارت د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له. . .

بازگشت