دکرنې وزارت له خوا پر ۴۹ زره او ۸۰۰ بېوزلو کورنيو د دال نخودو د وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۰:۴۳
دکرنې وزارت له خوا پر ۴۹ زره او ۸۰۰ بېوزلو کورنيو د دال نخودو د وېش لړۍ پيل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مرکزي سيلو کې ددې وزارت له اسټراټيژيکو زېرمو څخه پر ۴۹زره  او ۸۰۰ بېوزله کورنيو د ۵۰۰ مټريک ټنو دال نخودو د وېش لړۍ پيل شو.
دا دال نخود دکرنې وزارت، ښوونې وزارت او د کابل ولايت ښاروالۍ پر يوشمېر کارکوونکو، د روږدو کسانو پر کورنيو او د کابل ښار پر يوشمېر سوالګرو وېشل کېږي.
 ددغو مرستو په وېش غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌الباري فضلي، د کابل والي مولوی قاسم خالد، د کورنيو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې مرستيال، د کابل د تنظيف عمومي رييس مولوی عبدالوکیل، د اسلامي امارت د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت د اطلاعاتو رييس حضور درلود او خبرې وکړې.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌الباري فضلي په خپلو خبرو کې وويل:"د اسلامي امارت په برياليتوب سره ددې وزارت له مرستو زرګونه هېوادوال برخمن شوي دي، يوشمېر هېوادوال مو په وړياډول له دغو مرستو برخمن شوي دي او يوشمېر يې د خوړو په بدل کې د کار پروژو له لارې برخمن شوي دي، نن هم ددغو مرستو د يوې بلې برنامې د پيل شاهدان يو چې دا دال نخود په وړيا ډول پرهغو اړمنو کسانو وېشل کېږي چې مخکې سروې او انتخاب شوي دي".

آغاز توزیع دال نخود برای ۴۹ هزار ۸۰۰ نیازمند توسط وزارت زراعت 
۹ حوت ۱۴۰۱ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری روند توزیغ ۵۰۰ متریک تن دال‌نخود موجود در ذخایر استراتیژیک این وزارت را برای ۴۹ هزار ۸۰۰ نیازمند در سیلوی کابل آغاز کرد. 
این دال‌نخود برای کارمندان وزارت زراعت، وزارت معارف، شاروالی کابل، فامیل‌های معتادان مواد مخدر و گداهای شهر کابل توزیع می شود.
در محفل توزیع این کمک‌ مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، مولوی قاسم خالد والی کابل، معین مواد مخدر وزارت امور داخله، مولوی عبدالوکیل رئیس عمومی تنظیف کابل، رئیس اطلاعات معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء امارت اسلامی حضور داشتند و صحبت نمودند.
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در صحبت‌هایش گفت:" با پیروزی امارت اسلامی هزاران تن از شهروندان افغانستان از کمک‌های این وزارت مستفید شده است، بعضی از این اتباع کشور بصورت رایگان شامل این کمک شده‌اند بعضی هم در چارچوب برنامه‌های کار در مقابل غذا، امروز هم شاهد برگزاری برنامه دیگری از این کمک‌ها می‌باشیم که این مقدار دال‌نخود بصورت رایگان به افراد از قبل انتخاب شده توزیع می‌گردد".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت