دکرنې وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۹:۴۵
دکرنې وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست اداري غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست اداري غونډه ددې ادارې رییس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ او د استملاک او بیا میشتیدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د جیودیزې او کدسټر لوی رییس مولوی سعیدالرحمن مظهري په شتون کې دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني ددې ادارې دکار او فعالیت، اجراآتو او د مراجعینو ستونزو ته د رسېدنې او دغه راز ددې ادارې د وضعیت ښه کولو په پار د عمومي ریاستونو له رییسانو سره خبرې اترې وکړې.
د استملاک او بیا میشتیدنې او د جیودیزي او کډسټر لویو ریاستونو چاراکو په دې ادره کې د چارو د لاښه والی او غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د هرراز همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت