دکرنې وزارت د بودیجې کانسپټ نوټونو د ترتیب په پار غونډه ائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۲۵
دکرنې وزارت د بودیجې کانسپټ نوټونو د ترتیب په پار غونډه ائره شوه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د کرنې وزارت د ۱۴۰۲ یم کال بودیجې او د یادې بودیجې د ځانګړو کانسپټ نوټونو د ترتیب په پار غونډه دائره شوه.
دا غونډه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د کرنې وزارت د بودیجوي ریاستونو د رییسانو په ګډون ددې وزارت د بودیجې د دفاع په موخه د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمانونو او حکامو مطابق د مستدلو کانسپټ نوټونو د ترتیب په پار دائره شوې وه.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د راتلونکې کال د بودیجې ترتیب په پار د اسلامي امارت د رهبرۍ سپارښتنې بیان کړل او د بودیجوي ریاستونو له رییسانو څخه یې وغوښتل، چې خپل کانسپټ نوټونه دې د رهبرۍ د فرمان پراساس ترتیب کړي.
د اسلامي امارت رهبرۍ سپارښتنه کړې ده، چې د ۱۴۰۲ یم کال بودیجې په طرحه کې هغه طرحې په پآم کې ونیول شي، چې بېکارو ځوانانو ته په کې د کارموندنې زمینه برابره شي.
دغه راز د ا.ا.ا د رهبرۍ د هدایت پر اساس، هغه پروژې چې راتلونکې کال ته په پام کې نیول کېږي، ددې ترڅنګ چې اساسي پروژې وي باید عواید لرونکي هم وي. اوسمهال اړتیا ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بودیجه له کورنیو عوایدو څخه تامین شي.

جلسه به منظور ترتیب کانسپت نوت‌های بودیجه وزارت زراعت برگزار شد 
۳ دلوی ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت جهت ترتیب طرح بودیجه سال 140۲ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  و ترتیب کانسپت نوت‌های مشخص آن برگزار شد.
این جلسه با اشتراک رئیس های ریاست‌های بودیجوی وزارت زراعت به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی به هدف ترتیب کانسپت نوت‌‌های مستدل مطابق به احکام و فرامین رهبری امارت اسلامی افغانستان جهت دفاع بودیجه این وزارت برگزار شد. 
معین مالی و اداری وزارت زراعت هدایت‌های رهبری امارت اسلامی را در بخش ترتیب بودیجه سال آینده بیان نموده و از رئسا ریاست‌های بودیجوی خواست تا کانسپت نوت‌های شان را مطابق به فرمان رهبری ترتیب نمایند.
رهبری امارت اسلامی هدایت داده است تا در طرح بودیجه سال 1402 طرح‌های در نظر گرفته شود که زمین‌سازی برای ایجاد شغل برای جوانان بی کار گردد.
همچنان مطابق به هدایت رهبری ا.ا.ا پروژهای که در سال آینده در نظر گرفته می‌شود باید در عین حالی که اساسی است باید در آمدزا نیز باشد چون در حال حاضر نیاز است که بودیجه امارت اسلامی افغانستان از در آمد های داخلی آن تامین گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
Background image

کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وايي، چې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کونړ ولایت مرکز او ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل. . .

بازگشت