دکرنې وزارت او ادارې اصلاحاتو ادارې ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۵:۱۱
دکرنې وزارت او ادارې اصلاحاتو ادارې ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو هوکړه لیک ددې ادارې په دفتر کې لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د چارو ادارې لوی رییس مولوی نورالحق انور او د ملکي خدمتونو رییس مولوی عبدالحنان عارف ترمنځ لاسلیک شو. ددې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د دواړو ادارو یوشمېر رییسانو او خبریالان شتون درلود.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کول او دوی ته اسانتیاوې رامنځته کول د حکومت او نظام ستر مسوولیتونه وبلل او زیاته یې کړه: «په اداراتو کې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کول او دوی ته اسانتیاوې رامنځته کول د اسلامي امارت مکلفیتونه دي، هلې ځلې کوو، چې په اداراتو کې د کار اوږدې لارې لالنډې کړو، او خلک له دولتي اداراتو څخه راضي شي، په هره کچه، چې په اداراتو کې ادارې پړاوونه ساده شي په هماغه کچه د فساد او کم کارۍ کچه ټېټېږي او ورسره د خلکو ستونزې هم راکمېږي، دا مسله د اسلام په مبارک دين کې ډېر اهميت لري؛ الله (ج) او حضرت محمد (ص) په قرانکريم او احاديثو کې خلکو ته پر آسانتياوو برابرولو ټينګار کړى دى، موږ په ټول توان سره د دې بهير ملاتړ کوو او هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، د کارونو د پړاوونه ساده کول خلک له دولت سره نږدې کوي، د کرنې اداره  له بزګرانو او خلکو سره کار کوي، له همدې امله موږ هڅه کوو چې کروندګر او بڼوال له ځان سره نږدې کړو او د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولو. څومره چې په کارونو کې اسانتیا رامنځته شي، دا د نظام او خلکو په ګټه ده.»
په همدې حال کې د چارو ادارې لوی رییس مولوی نورالحق انور خبرې وکړې او ویې ویل: « دا کار یو ښه پیغام او په ادارو کې د بدلون او اصلاحاتو د راوستلو په لاره کې یو ګام دی. دا کار په اصل کې عبادت دی، چې د مسلمانانو د دنیا او آخرت د کامیابۍ لامل ګرځي، له دې کار څخه موخه د دولت او ولس تر منځ واټن لرې کول دي، ان شاءالله دا کار به عملي کوو.»
دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس عبدالحنان عارف خبرې وکړې او د دې کار موخه يې په ادارو کې د اصلاحاتو راوستل او خلکو ته په صادقانه توګه چوپړتیاوې وړاندې کول وبلل.
دا هوکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې یو شمېر هېوادوال په دفترونو کې د اداري مکتوبونو له وجې د وخت له ضایع کېدو او جنجالي بهیرونو څخه شکایت کوي.

امضاء تفاهم‌نامه ساده‌سازی پروسه‌های اداری بین وزارت زراعت و اداره اصلاحات اداری 
۱۷ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
تفاهم‌نامه ساده‌سازی پروسه‌های اداری بین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره اصلاحات اداری و خدمات ملکی اداره امور در مقر آن اداره به امضاء رسید.
این تفاهم‌نامه میان مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی نورالحق ‌انور رئیس عمومی اداره امور و مولوی عبدالحنان عارف رئیس اداره خدمات ملکی به امضاء رسید. در محفل امضاء این تفاهم‌نامه مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، روساء هر دو اداره و خبرنگاران حضور داشتند.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت آوردن سهولت و عرضه خدمات به مردم را از مسوولیت‌های سنگین نظام و حکومت عنوان نمود افزود" عرضه خدمت به مردم و آوردن سهولت در ادارات از مکلفیت‌های امارت اسلامی می‌باشد، کوشش می‌کنیم راه‌های طولانی کار در ادارات را کوتاه بسازیم و مردم از ادارات دولتی راضی باشند، هر قدر در ادارات پروسه‌ها ساده شود به همان اندازه فساد و کم‌کاری پائین می‌آید و مشکلات مردم نیز کاهش می‌یابد، این مسئله در دین مبارک اسلام از اهمیت زیادی برخوردار است و الله‌"ج" و حضرت بهترین مخلوقات محمد"ص" در قسمت سهولت به مردم در قرآنکریم و احادیث تاکید نموده‌اند، از این پروسه با تمام توان حمایت می‌کنیم و آماده هر نوع همکاری می‌باشیم، سهل‌سازی در کارها مردم را به حکومت نزدیک می‌سازد، اداره زراعت کارش با دهقانان و مردم می‌باشد، از همین رو ما هم تلاش این هستیم که بتوانیم مالداران و دهقانان را با خود نزدیک ساخته و در زندگی آن‌ها تغییر مثبت بیاوریم هر قدر در کارها آسانی بیاید به نفع نظام و مردم است".
در همین حال  مولوی نورالحق ‌انور رئیس اداره امور به ایراد سخن پرداخته و در صحبت‌هایش گفت:". این کار پیام خوش و گامی در راستای آوردن تغییر در ادارات و اصلاحات می‌باشد، این کار در اصل عبادت است که سبب کامیابی دنیا و آخرت مسلمان‌ها میشود، هدف از این کار ازمیان برداشتن فاصله میان حکومت و مردم می‌باشد، این کار را در عمل انشاءالله پیاده می‌کنیم".
همچنان عبدالحنان عارف رئیس اصلاحات اداری و خدمات ملکی صحبت نموده هدف از این کار را آوردن تغییر در ادارات برای خدمت صادقانه به مردم بیان کرد.
این تفاهم نامه در حالی امضا می شود که شماری از باشنده‌گان از پروسه های زمانگیر و جنجالی مراسلات اداری در ادارات شکایت دارند.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د کرنیزو محصولاتو په پسرلني نندارتون کې د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو ګډون

د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې روان کال د غويي میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د «ټي،‌ام،آی» دفتر له عملیاتي مسوول محمد حامد امیري او دیاد دفتر یو شمېر نورو مسوولینو سره د مالدارۍ د فارمونو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د "آغا خان بنسټ" له مسوولینو سره وکتل او د بادام باغ په ملي نندارتون کې یې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې. . .

بازگشت