دکرنې وزارت اعزامي پلاوی د هرات ولایت والي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۸:۵۲
دکرنې وزارت اعزامي پلاوی د هرات ولایت والي سره وکتل


۱۳ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې وزارت اعزامي پلاوی د هرات ولایت والي شیخ نور احمد اسلام جار سره په کتنه کې هرات ولایت ته دخپل سفر موخې بیان کړل.
د استملاک او بیا میاشتېدنې لوی رییس مولوی عبدالعلي عمري، د هرات دکرنې رییس مولوی پیر محمد حلیمي، د کډسټر سروې رییس مولوی سید عبدالواحد هارون، دکرنې وزارت د ځمکو چارې معینیت د قبالو د ثبت او اجراء رییس مولوی حمیم صادقي د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار سره د دبرېښنایي قبالو د بهیر د افتتاح په پار خبرې وکړې.
د هرات ولایت والي شیخ نور احمد اسلام جار دکرنې وزارت رییسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هرات په ولایت کې د قبالو د وېش د بهیر له پیل څخه هرکلۍ وکړ او ددې ملي پروسې  پرمخ وړل د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د هرات ولایت اوسیدونکو لپاره مهم او اساسي وبلل.
ورپسې د قبالو د ثبت،اجراء او صادرولو رییس مولوی حمیم صادقي د قبالو د ثبت د اجراء او وېش په هکله د ولایت مقام ته مفصل معلومات وړاندې کړل او ددې لړۍ د پرمخ وړلو لپاره د دوی د همکارۍ غوښتونکي شول.
په پای کې دکرنې وزارت د استملاک او بیا میاشتېدنې لوی رییس مولوی عبدالعلي عمري د هرات ولایت مقام څخه په مننې سره ددې لړۍ د ښه پلي کولو په پار پر هلو ځلو خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې دا بهیر په سمه توګه پرمخه ولړ کېږي.

دیدار هیئت اعزامی  وزارت زراعت با والی ولایت هرات
۱۳ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
هیئت اعزامی وزارت زراعت با مولوی نور احمد اسلام جار والی ولایت هرات دیدار کرده و در این دیدار هدف سفر شان را به ولایت هرات بیان کردند.
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد، مولوی پیر محمد حلیمی رئیس زراعت ولایت هرات، مولوی سید عبدالواحد هارون رئیس سروی کدستر، مولوی حمیم صادقی رئیس اجراء و ثبت قباله معینیت امور زمینداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شیخ نور احمد اسلام جار والی ولایت هرات در مورد افتتاح روند قباله الکترونیکی دیدار و گفتگو نمودند.
شیخ نور احمد اسلام جار والی ولایت هرات به رئسای وزارت زراعت خوش آمدید گفته  از پروسه افتتاح قباله  در ولایت هرات استقبال کرده و پیش برد این پروسه ملی را برای مردم افغانستان به خصوص باشندگان ولایت هرات مهم و اساسی دانست.
متعاقباً مولوی حمیم صادقی رئیس اجراء ثبت و صدور قباله در مورد روند اجرا ثبت و توزیع قباله به رهبری مقام ولایت معلومات مفصل ارایه نمودندو خواهان همکاری آنها در پیش برد این پروسه شد. 
در اخیر مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت با ابراز تشکری از مقام  ولایت هرات  از تلاش ها به منظور تطبیق بهتر این روند سخن زده و اطمینان دادند که این روند به خوبی به پیش برده شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان». . .

بازگشت