دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۵:۳۶
دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په رهبرۍ؛ د مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، دکرنې وزارت رییسانو او چارواکو په شتون کې د کرنې وزارت ادارې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو د خپلو ریاستونو اړوند پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې او د شته ستونزو او ننګونو د حل غوښتونکي شول.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د مسوولینو ستونزې او ننګونې واورېدل او د حل په پار یې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي اړتیا سره سم او په سمه توګه د بودیجې پر لګولو ټینګار وکړ.
دکرنې وزارت څېړنیز فارمونه، تشکیلات او د طبیعي سرچینو حفاظت ددې غونډې د خبرو اترو اصلي موضوعات ول.

جلسه اداری وزارت زراعت برگزار شد
۱۲ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه اداری وزارت زراعت به‌رهبری مولوی صدراعظم «عثمانی» معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با اشتراک مولوی فضل الباری «فضلی» معین مالی و اداری، رییسان و مسوولین این وزارت برگذار گردید.
شماری از رییسان در این جلسه به مشکلات و چالش‌های موجود در ریاست شان پرداخته و خواهان حل معضل شان گردیدند.
مولوی صدراعظم «عثمانی» معین زراعت و مالداری و مولوی فضل‌الباری «فضلی» معین مالی و اداری وزارت زراعت مشکلات و چالش‌های مسوولین ره استماع نموده و هدایات لازم ره به‌منظور حل آن ارایه نموده اند.
مولوی فضل‌الباری «فضلی» معین مالی و اداری وزارت زراعت بر مصرف بودیجه مطابق نیاز و به وجه احسن آن تاکید کرده است.
فارم‌های تحقیقاتی وزارت زراعت، تشکیلات و حفاظت از منابع طبیعی محور بحث این جلسه بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت